د نیوزیلېنډ ښځینه لوبډلې اسټرالیا ته د سپټمبر په ۲۶ مه د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی و، چې دغه سفر د اکټوبر په ۷ مه نېټه پای ته ورسېد.
د درې شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې اسټرالیا وګټله.
د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ او اسټرالیا ښځینه کرکټ ټیم بې سارې بریاوې
لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه اسټرالیا د اکټوبر په ۳ مه په اووه وېکټو وګټله.
دویمه یو ورځنۍ لوبه اسټرالیا په ۴ وېکټو خپله کړه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې هم اسټرالیا په ۲۳۲ منډو بریا حاصله کړه.
دې لوبه کې اسټرالیا د لوبډلمشرې راچېل هاینس د ۹۶ منډو پرمټ ۳۲۵ منډې کړې وې.
د نیوزیلېنډ لوبډله په ۲۷ اورونو کې په ۹۷ منډو وسوځېده.
ښځینه لوبډلې د نارینه لوبډلې ۱۷ کلن ریکارډ مات کړ.
د اسټرالیا نارینه کرکټ لوبډلې په ۲۰۰۳ کې ۲۱ یو ورځنۍ لوبې په پرله پسې ګټلې وې، چې ۱۷ کاله وروسته د یاد هېواد ښځینه لوبډلې دا ریکارډ مات کړ.
ښځینه لوبډلې له ۲۰۱۸ راهیسې تر دې دمه ۲۱ یو ورځنیو لوبو کې ماته نه ده خوړلې.