سپورټ کرکټ

د افریقا د کرکټ بورډ غړو استعفاوې وکړې

د دوشنبې پر ورځ د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه د افریقا د کرکټ بورډ غړو د سپورټ وزیر ته خپلې استعفاوې وکړې.

د افریقا د سپورټ وزیر نتي متیتېوا د اکټوبر په ۱۴ مه د افریقا د کرکټ په چارو کې مستقیماً لاسوهنه وکړه.

د کرکټ بورډ غړو وویل چې په کرکټ بورډ کې د چارواکو مداخله کولای شي، چې د کرکټ نړیوالې شورا کې د افریقا په لوبډله د بندیزونو سبب شي.

پروسږ کال زِمبابوې هم د حکومتي مداخلو له امله له کرکټ څخه محرومه شوه، خو بیا وروسته بېرته د کرکټ نړیوالې شورا اجازه ورکړه.

د افریقا کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ د ډېسمبر څخه له اقتصادي بحران سره مخ و.

هغه مهال د کرکټ بورډ پخوانی رئیس تبنګ مورو په فساد کې ښکېل بلل شوی او له دندې ګوښه شو.

د هېواد د سپورټ وزیر کرکټ بورډ ته د اکټوبر تر ۲۷ مې نېټې د سمون ضرب الاجل ورکړی و، خو کرکټ بورډ غړو مخکې له دې چې دغه ضرب الاجل ته ورسېږي، دوې ورځې وړاندې خپلې استعفاوې پیل کړې.

لومړی د کرکټ بورډ موقت مشر بېرېس فورډ ویلیمس استعفا وکړه او بیا ورسره پنځه نورو غړو استعفاوې وکړې.

دغو شپږو کسانو خپلې مخې ښې په یو شمېر ټویټونو کې جوتې کړي دي.

دوی په داسې حال کې استعفاوې کړي، چې یوه میاشت وروسته د افریقا کرکټ لوبډله انګلستان ته سفر کوي او هلته لوبې کوي.

هغو کسانو چې استعفاوې ورکړي، عبارت دي له بېرېسفورډ ویلیمس، انجلیو کارولېسن، ډونون می، ټیبوګو سیکو، جان موګوډي، ډېوېن ډرملېنګهم.

 

222.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ