فبروري 25, 2021

پروسږ کال پر همدې ورځ اشرف غني هم لوبغالي ته ورغلی و

لیکنه: محمدصابر حمیدي
افغان کرکټ ملې لوبډلې تېر کال پر همدې ورځ د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې خپله ۵مه لوبه د کوربه انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کړه، چې له یاد هېواد څخه یې په ۱۵۰ منډو توپير ماتې وخوړه.
په یاده لوبه کې لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، انګلستانۍ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو سره افغان لوبډلې ته د ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.
افغان کرکټ لوبډلې بیا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې او په دې سره یې له انګلستان څخه په ۱۵۰ منډو توپير ماتې وخوړه.
د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې دا د افغان لوبډلې ۵مه لوبه وه، چي تر دې مخکې یې د اسټرالیا، سریلانکا، نیوزیلینډ او سویلې افریقا څخه ماتې خوړلې وه او له هغه وروسته یې بیا د هندوستان، بنګله‌دېش، پاکستان او ویسټ انډیز څخه ماتې وخوړله.
انګلستان د ښې توپوهنې له امله په یاده لوبه کې پر افغان لوبډلې ۶ ریکارډونه هم جوړ کړل.
په یاده لوبه کې د انګلستانۍ لوبډلې کیڼ لاسي لوبډلمشر ایون مورګن نږدې درېیمه نیمه سلیزه هم ووهله نوموړي هغه لوبه کې په یوازې ځان ۱۴۸ منډې جوړې کړې.
دغه راز ایون مورګن په دې سیالۍ کې د کرېس ګیل، روهیت شرما او د ای بي ډیویلیرز په یو یو اننګز کې د ډېرو ۱۶/۱۶ شپږیزو وهلو ریکارډ هم مات کړ نوموړي په افغان توپ اچونکو ۱۷ سترې شپږیزې په یوازې ځان ووهلې او دا ریکارډ یې په خپل نوم کړ.
ایون مورګن د یو ستر اننګز د جوړولو وروسته د کرکټ په نړۍ کې د چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړ کړ، نوموړي د لومړي ځل لپاره د خپل کرکټ په تاریخ کې یو ستر اننګز ولوبه چې په یو ورځنیو سیالیو کې په ۵۷ توپونو د ۱۷ شپږیزو پر مټ چټکه سلیزه ووهله.
د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره انګلستانۍ لوبډله وتوانېدله چې په یو اننګز کې ۲۵ شپږیزې ووهي. دوی یوازې د شپږیزو پر مټ ۱۵۰ منډې جوړې کړې وې چې په افغان لوبغاړو یې یو ستر ریکارډ جوړ کړ.
په دې سیالۍ کې د ریکارډونو په دوام په افغان لوبغاړي راشد خان هم ۱۱ شپږیزې ووهل شوې چې نوموړي د نړیوال جام په تاریخ کې د ټولو لوبغاړو په پرتله ناکامه بد ترینه توپ اچونه وکړه نوموړي په ۹ اورونو کې ۱۱۰ منډې د کوم لوبغاړي له سوځېدلو پرته ورکړې چې نړیوال ریکارډ پرې جوړ شو.
بلخوا د یو ورځنیو سیالیو په تاریخ کې په لومړي ځل په راشد خان ۱۱ شپږیزې ووهل شوې چې له دې وړاندې ۱۱ شپږیزې په کوم توپ اچونکي نه وې لګېدلې دا هم د ریکارډ په توګه ثپت شوې.
د وروستي جوړ شوي ریکارډ له مخې د انګلستان په دې لوی ښار او د کرکټ په دې لوبغالي د لومړي ځل لپاره د شپږو ویکټو په ورکولو سره ۳۹۷ منډو ستر هدف وټاکه چې له دې وړاندې په دې لوبغالي دومره ډېرې منډې نه وې جوړې شوې.
یادي لوبې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم لوبغالی ته ورغلی و او لوبه یې له نژدې وکتله.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ