مارچ 5, 2021

نوې څېړنه: اسپرین عمر خوړلو ته خطرناک دی

Advertisements

ژباړه: بشردروېش
نوې څېړنې څرګندوي، چې د اسپرین ورځینی استعمال عمر خوړولو خلکو ته خطرناک تمامیږي. د څېړنې له مخې دا درمل په خاص ډول هغو عمر خوړلو ته زیات خطر لري، چې د زړه ناروغي لري.
استیل سالیسیلیک اسید، چې د اسپرین په سوداګریز نوم مشهور شوي، د التهاب ضد او نا استروئیدي درمل دي. له دغو درملو څخه د تبې پرضد زیاته ګټه اخیستل کیږي.
د دغو درملو زیات استعمالونکي په هغو هېوادونو کې دي، چې ډاکټران پکې کم او خلک له نسخې پرته درمل کاروي.
د زړه ناروغانو ته د اسپرین د نه استعمالولو سپارښتنه مخکې هم روغتیاپالانو کړې وه. دوی دغه درمل د زړه د سکتې ترڅنګ د مغزي سکتې دلیل ګڼلی او زیات عمره خلکو ته ډېر په تاوان یاد کړی و.
په دې اړه نوې څېړنه د نیوانګلنډ په نوم د روغتیایي څېړنو یوه مرکز کړې ده.
په دغه څېړنه کې د امریکا او اسټرالیا تر ۱۹ زرو پورې عمر خوړلو د زړه ناروغانو په داوطلب ډول برخه اخیستې وه.
د دغو کسانو نېمایي ته یې اسپرین او نېمایي نورو ته د پلاسبو په نوم درمل ورکړل شوي وو.
ترڅېړنې لاندې راغلي کسان اکثره تر ۷۰ کلونو عمردرلود. په دوی کې هیڅ یوه مخکې د زړه ناروغي او کوم معلولیت نه لره.
دغو کسانو په ورځيني ډول ۱۰۰ ملي ګرامه اسپرین درمل مصرفول.
د څېړنې پایلې څرګندوي، چې د اسپرین په هرو زرو مصرفونکو کې ۱۲،۷ یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي. دغه راز له هرو زرو مصرفونکو څخه یې ۱۱،۱ مړه شوي. په دې ډول د اسپرین مصرف په هرو زرو تنو کې د ۱.۶ تنو د مرګ سبب شوی.
د څېړنې پایلې دا هم ښيي، چې د زیات عمره خلکو لخوا د اسپرینو استعمال د سرطان او مغزي سکتې د مرګ سبب کیږي.
د څېړنو له مخې د زړه د ناروغۍ ترڅنګ د اسپرین زیات استعمال د معلولیت سبب هم ګرځي.
څېړونکو ډاکټرانو ته هم لارښوونه کړې، چې د اسپرین درملو استعمال عمر خوړلو ناروغانو ته توصیه نه کړي.