بریا او پرمختګ خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر

د عاشورا ورځ؛ مخینه او ارزښت یې

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

د رسول الله ص د احاديثو او د اسلامي پوهانو د ليكنو  پر بنسټ د عاشورا ورځ يوه مباركه ورځ ده، چې له  اسلام څخه مخكې د جاهليت عربو او د يهوديانو په نزد هم د يوې سپېڅلې ورځې په نامه پېژندل كېدله او دوى به په دې ورځ كې روژه نیوله.

د لغت‌پوهانو د تحليل پر بنسټ د عاشورا  کلمه له (عشر) څخه لكه څرنګه، چې د تاسوعا كلمه له (تسع) څخه مشتق دى، اخیستل شوې او مانا يې «لسمه» ده، چې له هغه څخه مراد د محرم د مياشتې لسمه نېټه ده، چې پكې حضرت امام حسين او د هغه نور ۷۲ تنه ملګري د كربلا په دښته كې د يزيديانو لخوا په مظلومانه توګه، په شهادت ورسېدل.

د اسلامي رواياتو له مخې، په دې ورځ كې حضرت آدم ع، حضرت نوح ع له سيلاب څخه خلاصون وموند، همدا را ز حضرت ابراهيم ع خداى تعالى د نمروديانو  له اور څخه بچ كړ. د يو بل روايت له مخې، د حضرت يعقوب ع د سترګو ړوندوالى هم په همدې ورځ لېرې او هغه د حضرت يوسف ع وصال ته ورسېد. لوى خداى ج حضرت ايوب ع ته هم په همدې ورځ، چې ډېر سخت ناروغ و، روغتيا ور په برخه كړه.

تر ټولو مهمه پېښه، چې په هكله يې ډېر روايتونه راغلي، هغه د فرعون له شره او ضرره د حضرت موسى ع او د هغه د قوم بني اسراييلو خلاصون دى، چې په ترڅ كې يې لوى خداى فرعون د نيل په سيند كې ډوب او بشريت يې د تل لپاره له بديو او ناراوو نه وژغوره، له دې څخه اېخوا حضرت عيسى ع هم په همدې ورځ آسمان ته پورته شو او عروج يې وكړ.

محرم میاشت لویه او مبارکه میاشت ده. دا د اسلامي هجري کال لومړنۍ میاشت ده.

د محرم میاشت یوه له هغه څلورو میاشتو څخه شمېرل کېږي چې الله تعالی په خپل سپېڅلي کتاب قران کریم کې ورته عزتمندې ویلي دي.

الله تعالی فرمایی:

إن عدة الشهور عندالله اثنا عشرشهرا في كتاب الله يوم خلق السموات والأرض منها اربعة حرم ذلک الدین القیم فلا تظلموا فیهن انفسکم” [التوبة]

ژباړه: بيشكه د مياشتو شمېر د الله په نزد دولس میاشتې دي، چې د الله په کتاب کې له هغې ورځې څخه ‍‍‍‍‍ذ کر دي چې ځمکه او اسمانونه پیدا شوي. په دې میاشتو کې څلور میاشتې عزتمندې او محترمې دي. دا مستقیم قانون د دین دی، نو په دې میاشتو کې په ځان ظلم مه کوﺉ.

د دې میاشتې لسمه نیټه د عاشوراء مبارکه ورځ ده او د دې ورځې د روژې په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې:

د عاشوراء د ورځې د روژی په اړه له الله تعالی څخه امید لرم چې د مخکني یو کال ګناهونه به الله تعالی پرې و‎بښي.” [مسلم]

ځینې دوستان فکر کوي چي د عاشورا ورځ یوازې د جنت د ښکلي ځوان حضرت امام حسین رضي الله عنه د شهادت ورځ ده، خو خبر نه دي چي د دې ورځې اسلامي او تاریخي مخینه (قدامت) آن لومړي انسان ادم علیه السلام ته رسېږي، ان حضرت حسین رضي الله عنه ژوندی ؤ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې ورځ روژه نیول، دلته یې ولولئ:

۱ــ د عاشورا په ورځ حضرت ادم علیه السلام پیدا شوی.

۲ــ د عاشورا په ورځ مځکه او قلم پیدا شوي.

۳ــ د عاشورا په ورځ د ادم علیه السلام توبه قبوله شوې.

۴ــ د عاشورا په ورځ د حضرت نوح علیه السلام کښتۍ له توپانه وژغورل شوه.

۵ــ د عاشورا په ورځ حضرت ابراهیم علیه السلام د نمرود له اور څخه نجات پیدا کړ.

۶ــ د عاشورا په ورځ حضرت موسی علیه السلام او بني اسرائیل د فرعون له ظلمه خلاص شول او د قلزوم له سمندره سلامت تېر شول.

۷ــ د عاشورا په ورځ حضرت سلیمان علیه السلام ته پاچاهي ورکړل شوه.

۸ــ د عاشورا په ورځ حضرت ایوب علیه السلام له اوږدې ناروغی څخه روغ شو.

۹ــ د عاشورا په ورځ یونس علیه السلام د ماهي له ګېډې سلامت راووت.

۱۰ــ د عاشورا په ورځ حضرت یوسف علیه السلام له نهه کلن زندان وروسته راخلاص شو.

۱۱ــ د عاشورا په ورځ حضرت عیسی علیه السلام اسمانونو ته وخاته او د یهودیانو له ظلمه خلاص شو.

۱۲ــ د عاشورا په ورځ به قیامت راځي.

۱۳ــ د عاشورا په ورځ پر موسی علیه السلام باندي تورات نازل شو.

۱۴ــ د عاشورا په ورځ د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم او بي بي خدیجې رضی الله عنها ترمنځ نکاح ترسره شوې.

۱۵ــ د عاشورا په ورځ سیدنا امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضي الله عنه شهید شوی.

۱۶ــ د عاشورا په ورځ د نبي پاک علیه السلام لمسی حضرت حیسن رضي الله عنه شهید شوی.

د عاشورا ورځې فوق العاده ارزښت او فضايلو ته په پام سره بايد ووايو، چې بايد هر مسلمان د دې مباركې ورځې حرمت او درنښت په پام كې وساتي او په دې ورځ كې د روژې په نیولو او د قران په تلاوت او لمنځونو په كولو سره د دې ورځې حق ادا او ونمانځو. همدارنګه د كربلا د پېښې په اړه، د څېړنو او مطالعو په ترسره كولو سره، د دې ورځې د بركت او فضايلو په باره كې خپله علمي ذخيره زياته او ترڅنګ يې د باطل پر وړاندې د حق د دې لوى پاڅون  پر لوړو موخو او اهدافو، ځان خبر كړو . او د حضرت حسين لاره، چې په يوازې سر د ظلم او بربريت په وړاندې ودرېدل او د ژوند تر وروستيو سلګيو پورې ورسره په مېړانه مقابله وكړه، خپله كړو.

د عاشورا په تاريخي ورځ كې د حضرت امام حسين رض د شهادت پېښه رامنځ ته كېدل د لوى خداى ج تقدير او اراده وه.

ډېرى اسلامي تاريخ ليكونكي د كربلا پېښه هم په همدې ورځ ثبتوي،  چې په ترڅ كې يې د ګران پيغمبر لمسى  حضرت امام حسين له خپلو ۷۲ تنو ملګرو سره پكې، په ډېره مظلومانه توګه د كربلا په دښته كې د يزيد د پلويانو لخوا، په شهادت ورسېدل.

دغه تاريخ ليکونکی محمد بن جرير طبري، ٌ بلاذريٌ، ابن سعدٌ، ابن قتيبه دينوري، احمد بن داوود دينوري او ابن اثير ټول په اتفاق سره د غه پېښه د هجرت په ۶۱كال د محرم په لسمه نېټه تاييدوي. د كربلا په دې پېښه كې د حضرت امام حسين رض په ګډون د هغه مبارك ۷۲ تنه په ډېر مظلومانه ډول په شهادت ورسېدل، چې له هغې جملې ۱۶ تنه يې د هغه له كورنۍ څخه و. د ځینو روايتونو پر بنسټ له حسين رض سره د هغه له وروڼو او وريرونو څخه ۲۳تنه له هغه سره يو ځاى په شهادت رسېدلي، چې په دې ډله كې د جعفر، حسين، عباس، محمد، عثمان، او بوبكر نومونه يادولاى شو، چې ټول د حضر ت علي رض زامن وو او خپله د امام حسين له زامنو څخه، چې په دې پېښه كې شهيدان شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ