
خبر: بشر درویش
د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست او افغان پسُت دولتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د رسولو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د مصدقه اسنادو د خدمتونو د وړاندې کولو د کچې لوړولو، او په خپل وخت سره د خدمتونو د ترسره کولو په موخه، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست او د افغان پُست دولتي شرکت تر منځ د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیک شو.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د وګړو مصدقه اسناد چې د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چارو ریاست تصدیق ته اړتیا ولري، په کابل ښار کې به د پُستي شرکت د پنځلس پُست خونو او په هغو ۸ ښارونو کې چې د بهرنیو چارو وزارت نمایندګۍ فعالیت لري، خدمتونه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویل شوې چې په دې لړ کې به د هرات، نیمروز، کندهار، کندز، بلخ، بدخشان، پکتیا او ننګرهار ولایتونو په ګډون، د تصدیق خدمتونو او د اسنادو د لیږد او ویشلو، اته پُسټ خونو له لارې د ۱۳۹۹ل کال د سرطان میاستې په ۱۵مه نېټه په کار پیل وکړي.