ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي طبیعت له نړۍ

د ځمکې پر فضا پنځه ناپيژندل شوي شیان لیدل شوي !

ژباړه: نسیمه محمدي

روسي ستورمزلي تازه د فضا نړیوال مرکز څخه، د پنځه څيزونو ويډیو خپره کړې، چې د ځمکې پر فضا پرواز کوي.

دا اجسام په هغه ويډيو کې لیدل شوي چې په اصل کې د هالې د ثبت لپاره د ځمکې شاوخوا، د فضايي مرکز څخه د جنوب قطب له پورته اخیستل شوې.

خو ستورمزلي ایوان وګنر چې د اپریل په میاشت کې دې فضايي برخې ته داخل شو وویل کله چې په فلم اخیستلو بوخت وو، د تمې خلاف څیزونو ته متوجه شو.

نوموړي وویل:

«په ویډیو کې مې پنځه شیان ولیدل، چې د یو بل تر څنګ یې پرواز کاوه. په دغه ويډیو کې، د موخې وړ هالې پرته نور شیان هم مشخص او څرګند دي.»

وګنر په یو ټوېټ کې ولیکل:

«ستاسې په نظر دا څه شی دي؟ اسماني کاني؟ سپوږمکۍ یا…؟»

په لوړ ګمان دا پنځه شیان چې په دې ناعادي ويډیو کې لیدل کېږي، د استارلینکي سپوږمکۍ دي، چې د اسپېس اېکس شخصي شرکت د ایلان ماسک په مالکیت د ټولې ځمکې لپاره د انټرنټي شبکې د تامین په خاطر فضا ته لېږلي دي. دا سپوږمکۍ د یو بل ترڅنګ د ځمکې په مدار کې څرخي او په دې مشهورې دي، چې د څرخېدلو پر وخت ډېری رڼا لرونکي دي. له همدې امله له دې شرکت څخه د نئووایز کهکشان د منظرې خرابولو او د شپې په اسمان کې د ستورمزلو لپاره د احتمالي مزاحمت له امله نیوکې شوې دي.

ن

سه شنبه سهار د اسپېس اېکس شرکت ۵۸ د استارلینک یوه بله سپوږمکۍ هم فضا ته ولېږله. دا سپوږمکۍ د ويشتلو څخه وروسته يو بل سره ډېر نېږدې حرکت کوي. ښاغلي وګنر د فلم اخیستلو وخت نه دی مشخص کړی، خو دا ویډیو یې د استارلینک سپوږمکۍ له لېږلو یوه ورځ وروسته خپره کړې ده.

کېدای شي دا شیان اصلا په فضا کې شتون ونه لري او هغه څه چې لیدل کېږي یوازې د فضايي مرکز د کړکیو رڼا یا د دوربین د عدسيې پر مخ خاورې او دوړې وي. د وګنر د انځور چټکتیا په ثانیه کې یو انځور دی، چې د دې انځورونو د یو بل تر څنګ کېښودلو وروسته، بشپړه ويډیو جوړه شي. مانا دا چې دغو وړانګو په اصل کې هغه ډول چې تر سترګو کېږي، حرکت نه وي کړی.

دغه ستورمزلي په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې نوموړي اطلاعات یې د روسيې فضايي سازمان (روسکاسموس) په واک کې ورکړي او کارپوهان په “زیاتو تحلیلونو” بوخت دي، چې د دې اشیاوو له ماهیت څخه ډاډمن شي.

د دغه سازمان ویاند، ولادېمير اوستیمنکو په ټلویزیون کې اعلان کړی، چې لا د دغه څیزونو په اړه قاطع نظر نشو ورکولای.

د روسي خبري آژانس د راپور پر اساس ټاس او وویل:

«تر هغو چې د روسکاسموس او د فضايي څېړنو موسسې څېړونکو خپل نظر نه وي وړاندې کړی، نشو کولای پایله وروستۍ کړو. پرېکړه مو وکړه، دا لاسته راوړنې د متخصصانو په واک کې پرېږدو، چې خپل نظر د دغه اشیاوو د ماهیت په اړه ووایي.»

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ