مارچ 3, 2021

پینګ اېن؛ نړیوال مالي مرکز

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

د دنګو ودانیو د جوړونې اصلي لامل پر لږ ځمکه د ډېرو زیاتو استوګنځیو او پوړونو جوړول دي، له بل لوري اسمانڅکې ودانۍ د ژوند لپاره په هر ډول اسانتیاوو سمبال دي او د پرمختللې ټیکنالوژۍ له برکته تر نږدې یوه کیلومټر پورې لوړې ودانۍ جوړې کړې دي.
ممکن د نړۍ د نفوس زیاتوالی یو بل لامل وي چې انسانانو د دنګو ودانیو جوړونې ته مخه کړې ده. اوس مهال د نړۍ کابو هر هېواد کې داسې ودانۍ شته چې ډېرې لوړې دي، خصوصاً اسیايي هېوادونه په دې چاره کې تر نورو مخکې دي.
چین د همدغو اسیايي هېوادونو له ډلې یو دی. چینایان په هېڅ ډول د لوړو ودانیو له جوړولو څخه لاس نه اخلي او تر څو چې وسه لري لوړې ودانۍ جوړوي. د نړۍ د لسو دنګو ودانیو په نوملړ کې د چین ډېرې دنګې ودانۍ ځای شوي دي چې له ډلې څخه یوه هم د پینګ اېن اسمانڅکه ودانۍ ده.

د پینګ اېن نړیوال مالي مرکز Ping An International Finance Center د چین د سویلي ګوانګډونګ ایالت په شېنژېن ښار کې ودانه شوې ده. پینګ اېن نړیوال مالي مرکز Ping An International Finance Center اسمانڅکه ودانۍ ۱۱۵ پوړونه او ۵۹۹,۱ متره لوړوالی لري، د شېنژېن ښار تر ټولو لوړه، او د چین په کچه دویمه لوړه دنګه ودانۍ او د نړۍ په لوړو ودانيو کې یې څلورم ځای خپل کړی دی. د یادې ودانۍ د بنسټ ډبره د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اګېسټ په ۲۹مه کېښودل شوه، او د همدې کال په نومبر کې یې چارې عملاً پیل شوې، د ۲۰۱۳ زېږدیز کال د مارچ په ۱۵مه د رغونې چارې د لنډ وخت لپاره ودرېدې، خو ژر پیل شوې او په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د یادې دنګې ودانۍ د جوړونې چارې بشپړې شوې. د یادونې وړ ده چې لومړنی پلان دا وو چې د یادې ودانۍ پر وروستي پوړ له پاسه ۶۰ متره لوړه ستنه یا انټن هم و لګول شي، خو د ودانۍ انجنیران له دغه پلان څخه منصرف شول ځکه چې یاد انټن د الوتنو مخه ډب او له خنډ سره مخ کوله. د پینګ اېن نړیوال مالي مرکز پر ودانۍ ټول ټال ۱،۵ میلیارډه امریکايي ډالر لګښټ راغلی دی.
شېنژېن د چین سوداګرۍ یو لوی ښار دی او د يوه اقتصادي ښار په توګه چین ته ډېر ارزښت لري، شېنژېن ښار د هانګ کانګ ته نږدې دی او د پینګ اېن نړیوال مالي مرکز اسمانڅکه ودانۍ د دغه ښار د پېژندنې نښان بلل کېږي.
د پینګ اېن د پینګ اېن نړیوال مالي مرکز Ping An International Finance Center په جوړونه کې ډېرې ښیښې کارول شوې دي. کله چې په لومړي ځل د پینګ اېن دنګه ودانۍ و وینئ نو ډېره نرۍ به در ته و برېښي، د دغې ودانۍ د نرۍ جوړولو څخه چې هر څه موخه وي، کوم توپیر نه لري، خو دغې نرۍ بڼې د پینګ اېن ودانۍ ته ځانګړې ښکلا ورکړې او د ټولو سیلانیانو پام یې ځانته اړولی دی.
د پینګ اېن اسمانڅکه ودانۍ د چین زړه راښکونکې ننداره ده، په دغې ودانۍ کې نه یوازې سوداګریزې چارې بلکې ډېرې نورې اداري چارې هم ترسره کېږي او د چین د هر د وګړي لویه هیله‌ دا ده چې دغه سوداګریز مرکز کې کار و کړي، دا ځکه چې د دغه برج په وروستني پوړ کې يو لوی ساعت طراحي شوی او دا ساعت دومره ښکلی او زړه راښکونکی دی چې د دغې لوړې ودانۍ کارکونکي د دغه ساعت په لیدو نه نه مړېږي.
د پینګ اېن اسمانڅکه ودانۍ دومره لوړه ده چې هر هغه څوک چې د دغې ودانۍ وروستني پوړ ته ورسېږي داسې احساس کوي چې ټوله نړۍ یې تر پښو لاندې ده او په نړۍ کې تر ټولو نېکمرغه کس دی.
پینګ اېن نړیوال مالي مرکز Ping An International Finance Center کې هر ډول توکې او جامې موندل کېږي او هغه کسان چې غواړي د دغې اسمانڅکې ودانۍ څخه لیدنه و کړي کولای شي د لیدلو ترڅنګ په ودانۍ کې خپل د اړتیا وړ هر ډول توکي هم و پېرئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي