رسنۍ سینما او موسیقي مخکښان

د مينوالو جالبې پوښتنې او د شاهرخ خان ځوابونه

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د باليووډ باچا شاهرخ خان: زما مېرمن زما د ژوند تر ټولو ستره ډالۍ ده.

د شاهرخ خان کليزه د نومبر په دويمه نېټه ده او يوازې ۴ ورځې ورته پاته دي.

خان پرون خپلو مينوالو ته وخت ورکړ او دا اختيار يې ورکړ چې هر ډول پوښتنو ته به يې ځواب ورکوي او ورسره بانډار به کوي.

شاهرخ چې د نړۍ تر ټولو ستر فلمي لوبغاړی دی نو ځکه يوازې د څو دقيقو په جريان کې زرګونې پوښتنې ترې وسوې خو نوموړې يوازي څو محدودې پوښتنې ځواب کړې.

موږ دلته يو څو مهم ټويټونه د “ياران” د مينوالو لپاره را ژباړلي، درسره شريکوو يې، چې بيلابيلو کسانو ته يې ځوابونه ويلي.

مينوال: قرنطين څنګه وو؟

خان: د فلمونو په کتلو مصروف وم

مينوال: د محبتي د فلم ۲۰ کلونه پوره سوه،يو څه يې په اړه راته ووايه.

خان: کله چې ما د اميتابچن سره لومړۍ صحنه جوړوله، ما احساس کړه چې څومره لنډ او ټيټ يم.

مينوال: ښاغلې د قرنطین پرمهال مې ټوله کورنۍ ستا مينوال کړه.

خان: اوس نو تر ټولو کلې پورې زما نوم ورسوه ،هيله کوم.

مينوال: يوازنی څه چې تاسو ورباندې باور لرئ هغه څه دي؟

خان: هڅه مکوه چې د خلکو څخه مخ واړوې، هڅه وکړه چې پوه يې کړې.

مينوال: که د ژوند د بقا لپاره يوازې د ۳ ډوله خواړو اجازه درکړل سي نو کوم به وي؟

خان: دال، وريجي ،پياز

مينوال: ستاسو غټ ترينه قوت څه دی؟

خان: د خپلو کمزوريو پېژندل

مينوال: په اوسنيو ورځو کې په څه مصروف يې؟

خان: د ماشومانو سره، ای پي ايل کتل.

مينوال: يوازني هغه څه دې چې تاسو يې د خپل والدينو په اړه ډېره مينه ورسره لرئ؟

خان: زه باور لرم چې والدين د خپلو ماشومانو سره غير مشروطه مېنه لري ،چې دا ډېر څه دي او موږ يې بايد درناوی وکړو.

مينوال: د ګوري ته مو د ژوند په ۲۹مه کليزه کې کومه ډالۍ ورکړه؟

خان: کومه ډالۍ زه د خپل ژوند تر ټولو سترې ډالۍ ته ورکولای سم؟

مينوال: د کليزي لپاره څه پلان لرئ؟ پوليس موږ ته اجازه نه راکوي چې د کليزي پر مهال ستا د کور پر شاوخوا را ټول سو.

خان: زه له ټولو مينوالو غوښتنه کوم چې ګڼه ګوڼه جوړه نکړي،هغه که زما کليزه وي يا نورڅه،دا ځل به د يوڅه لېري څخه مينه سره وکړو.

مينوال: ستا اولادونه په کوم نامه درته وايي؟

خان: پاپا

دې ته ورته نورو ټويټونو ته هم شاهرخ خان ځوابونه ورکړي او د نوموړې پر ټويټر اکاونټ يې ليدلای سئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ