
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ۲۰۲۰م کال د کرکټ اسیا جام په رسمي ډول راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شو.
د کرکټ اسیايي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د ۲۰۲۰م د کرکټ اسیايي جام راتلونکې ۲۰۲۱م ته په رسمي ډول وځنډول شو.
دې شورا په یادې اعلاميې کې ویلې، چې د اسیا جام ۱۵م پړاو به د ۲۰۲۱م په جون میاشت کې د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي.
دا شورا وايي، چې د کرکټ اسیا جام ۱۶م پړاو بیا په ۲۰۲۲م کې د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي.
ټاکل شوې وه اسیا جام سږ کال په سپټمبر میاشت کې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله په رسمي ډول راتلونکي کال ته وځنډېد.
د دې ترڅنګ ممنک نن د جمعې ورځ د کرکټ نړیوال جام هم په رسمي ډول یا هم وځنډېږي او یا هم لغوع اعلان شي.
د کرکټ نړیوال جام او اسیا جام نه ترسره کېدل د هند آی پي ایل سیالیو ته لاره هواري، تر څو دا لیګ ترسره شي.
له ۱۹۸۴م څخه تر اوسه ۱۴ ځلې اسیا جام ترسره شوی، چې ۷ ځلې هندوستان، پنځه ځلې سریلانکا او دوه ځلې یې بیا پاکستان اتلولۍ ګټلي دي.
سږ کال یې پنځلسم پړاو و، چې لغوه شو.