ګانګولي وايي، د آسیا جام لغوه یا کېنسل شو

یاران سپورټس

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې مشر سورف ګنګولي ویلي، چې سږ کال د اسیا جام نه ترسره کېږي.
ګنګولي وایي چې دی د اسیا جام د لغوه کېدلو په اړه د اسیا جام له مسوول ویکرانت ګوپټا سره غږېدلی او هغه ورته ویلي، چې اسیا جام به نه ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره د اسیا جام د لغوه کېدلو نهایي پرېکړه د جمعې په ورځ کېږي.
د بنګله‌دېش او پاکستان کرکټ بورډونه وایي، دوی د اسیا جام د لغوه کېدلو په اړه تراوسه خبر نه دی ورکړل شوی.
د بنګله‌دېش کرکټ بورډ اجرایوي مشر نظام الدین چودري ویلي، چې د ګنګولي لخوا د اسیا جام لغوه کېدلو پرېکړې اندېښمن کړی، هغه وایي څنګه کېدلی شي، چې د اسیا کرکټ شورا د لوبو په تنظیم بوخت وي او یو ناڅاپي د جام د لغوه کېدلو خبره رابرسېره شي.
تمه وه چې د اسیا شل اوریزجام د سپټمبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوی وای، خو دا جام به یوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ کېنسل شي.
په لومړیو کې د پاکستان او هند لانجه وه، پاکستان له اسیا کرکټ شورا سره په موافقه چمتو و، چې د اسیا جام کوربتوب وکړي، خو هندوستان ورسره کوربتوب نه مانه.
بیا پرېکړه وشوه، چې یاد جام به سریلانکا او یا هم دبۍ کې ترسره شي، خو د کورونا ناروغۍ د کرکټ نړیوال جام لغوه اعلانېږي او دې سره  ۲۰۲۰م کال کې د کرکټ لوبو او ټورنمنټونو ټول مهالوېش ګډ وډ کړ.
اوس د اسیا جام هم د جمعې په ورځ لغوه اعلانېږي او ګنګولي خو سر له اوسه لغوه اعلان کړی دی.

اسیا جامونه او ګټونکي هېوادونه یې

له ۱۹۸۴م څخه تر اوسه ۱۴ ځلې اسیا جام ترسره شوی، چې ۷ ځلې هندوستان، پنځه ځلې سریلانکا او دوه ځلې یې پاکستان اتلولۍ ګټلي دي.
سږ کال یې پنځلسم پړاو لغوه شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.