دوه افغانان د آسیا فوټبال کنفدراسیون دایمي غړي ټاکل شوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست رئيس محمد یوسف کارګر او د فوټبال فدراسیون سرپرست سکرټر جنرال فضل محمد شهاب د آسیا فوټبال کنفدراسیون د دایمي غړو په توګه معرفي کړل سول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي ښاغلی کارګر او شهاب د آسیا فوټبال کنفدراسیون د ۲۰۱۹ ـ ۲۰۲۳م کال د دایمي کمېټو غړي معرفي کړل.

د آسیا فوټبال کنفدراسیون په آسیا کي د فوټبال چاري اداره کوي، چي خپلي چاري د آسیا په ۴۷ هیوادونو کي پر مخ وړي.
دا کنفدراسیون ۶۵ کاله مخکي په ۱۹۵۴م کال کي جوړ سو.
په دغه کنفدراسیون کي یوسف کارګر د فني کمېټې او فضل محمد شهاب بیا د تفتیش کمېټې د غړو په توګه ټاکل سوي.
د افغان فوټبال فدارسیون دا دوه مسئولین د آسیا فوټبال کنفدارسیون د ۲۰۱۹م کال د اپرېل د ۲۳ تاریخ د مکتوب په آساس تعین سوي.

محمد یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال فدراسیون د سپرستۍ چاري مخته وړي.
تر هغه مخکي د افغانستان فوټبال فدراسیون مشري کرام الدین کریم کوله.
کرام الدین کریم په ښځینه افغان ملي لوبډله کي د ځينو ښځینه لوبغاړو په وړاندي په جنسي ځورونه تورن سو، چي له هغه وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا کرام الدین کریم د فوټبال له هر ډول فعالیتونو څخه منع کړ.




وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ