مارچ 4, 2021

ایشوریا رائ په یوه تاریخي فلم کې په دوه رولونو کې راښکاره کیږي

د هندي سینما ښکلې فلم ستورې او پخوانۍ د ښکلا ملکه ایشوریا رائي بچن په تړاو تازه خبرونه خپریږي، ویل کیږي چې نوموړې به په یوه تاریخي فلم کې کار وکړي.
د اي بي تایمز د خبر له مخې جنوبي هند په یوه لویې بودیجې جوړیدونکي فلم (پونین سل ون) کې به ایشوریا رائ راښکاره شي.
په دغه فلم کې د جنوبي هند د یوه بل مشهور فلم لوبغاړي د شتون خبرې هم روانې دي.
مشهور فلم لارښود منی رتنم به دغه فلم په مختلیفو ژبو جوړ کړي، رتنم اراده لرله چې دغه فلم په لومړی ځل په ۲۰۱۲کال کې جوړ کړي خو بیا د ځينو ستونزو له امله یې چارې ودرېدلې.
خو اوس یو ځل بیا دا خبر تازه خپریږي چې نوموړی غواړی یو ځل بیا دغه تاریخي فلم جوړ کړي.
دغه فلم د جنوبي هند د پخواني سلطنت د یوه لوي حکمران په ژوند جوړیږي چې به په کې د ایشوریا رائي د نندني رول ولوبوي.
ویل کیږي په دغه فلم کې به ایشوریا ډبل رول یا دوه شکلونو کې راښکاره شي.
دمعلوماتو له مخې د نندني د رول سربېره به د نوموړې د مور منداکني دیوي رول هم ولوبوي.
دغه فلم د کالکي کرشنامورتي په نوم د ناول (پونین سل ون) باندې جوړ شوی، چې چولا راجه او راجراجا اول یې رولونه دي.
په دغه ناول باندې وړاندې هم فلم جوړشوی چې د جنوبي هند اداکار ایم جي رام چندرن په کې مرکزي رول لوبولی و.
په دغه ناول باندې کارتوني فلم هم جوړ شوی.