سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ولسمشر غني: کرکټ افغانانو ته عزت او یو لوی ویاړ دی + ویډیو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شپږیزه کرکټ لیګ د پيل په مراسمو کې، چې تېره شپه د کابل په عمومي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، ګډون وکړ.

په یادو مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې کرکټ افغانانو ته یوه لوبه نه ده؛ بلکي یو لوی عزت او یو لوی ویاړ دی.

ډاکټر اشرف غني ملې لوبډله هغه داستان یاد کړ، چې پکې ټول افغانان خپل ځانونه ویني.

هغه زیاته کړه:

«زموږ کرکټ د ټول افغانستان کرکټ دی، کرکټ افغانانو ته یوه لوبه نه ده، یو لوی عزت، لوی ویاړ او یو لوی پت دی. کله چې ملې لوبډله په لومړۍ درجه هیوادونو کې شامله شوه د ټولو افغانانو زړونه یې وګټل. بهرنیان وايي افغانان استعداد نه لري؛ خو دوی دي راسه کرکټ کې دي زموږ سره ځان سیال کړي. تاسي یوازي د کرکټ ټیم نه یاست، تاسي د افغانستان راتلونکې کیسه یاست هغه داستان یاست، چې هر افغان په هغه کې خپل ځان ویني.»

ښاغلي غني وویل، چې افغان لوبډلې په ډېري چټکې سره خورا زیات پرمختګ وکړ.

هغه د خپلو خبرو په وروستیو کې وویل، چې د عالي شورا په راتلونکې ناسته کې به کابل کې د یوه نوي لوبغالي د جوړېدو ځای هم مشخص کړل شي.

شپږیزه کرکټ لیګ

شپږیزه کرکټ لیګ د ۶ لوبډلو ترمنځ نن یکشنبه پيلیږي، چې د پیل مراسم یې بیا تېره شپه ترسره شوه.

دا د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو دی، چې په لومړۍ لوبه کې یې نن ماپښین ۱:۳۰ بجه بند امیر لوبډله د میس عینک اتلان په وړاندې لوبیږي.

د دې دوو لوبډلو ترڅنګ په دې سیالیو کې بُست ساتونکي، سپين‌غز زمریان، امونهنګان او د کابل بازان لوبډلې شاملې دي.

دا لیګ تر لس ورځو دوام وروسته د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پای ته رسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ