سیاست

ولسمشر که اعلی سرقومندان؛ غني طالب وژونکی که ورسره خواخوږی دی؟

ولسمشرغني له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې د روانې جګړې پر دوام او پکې د افغان ځواکونو او ملکیانو ترڅنګ د طالبانو پر وژل کیدو خواشیني ښودلې.

ښاغلي غني په دغه مرکه کې ویلي، چې هره ورځ د امنیتي راپورونو د لوستو پروخت د دغو لوریو د وژل کیدو خبرونه یې زړه دردوي.

دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې هم له طالبانو سره جګړه له بل هروخت څخه شدیده شوې او هم د سولې لپاره د هیله مندیو د شدت خبره کیږي.

په دغسې وخت کې د ښاغلي غني خبرې څومره مناسبې دي، یا په بله وینا: ولسمشر غني په سمه که غلطه روان دی؟

ولسمشر که اعلی سرقومندان؟
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د هېواد ولسمشر په عین حال کې د ټولو وسله والو ځواکونو اعلی سرقومندان هم دی.

د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پرمهال هغه عادتاً له خپل نوم سره د اعلی سرقومندان ټکی ډېر نه یادوه. د دې کار لپاره غالباً د کرزي دلیل دا و، چې ده له جګړې او په ټوله کې امنیتي چارو سره لازمه علاقه مندي نه ښوده. په دې دلیل دی ډېرځله تورنیده، چې نه افغان عسکرو ته مناسبه روحیه ورکوي او نه یې په لازم ډول له حال احواله خبریږي.

اوسني ولسمشر ښاغلي غني د دندې له پيل او حتا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین له وخته د ولسمشر له نامه سره د اعلی سرقومندان ټکي د یادولو لېواله و. د هغه د لېوالتیا یو لوی دلیل دا ګڼل کیده، چې ده غوښتل امنیتي ځواکونو ته خاصه پاملرنه ولري او ورسره نیږدې وي.

پر دې هم څوک سترګې نه شي پټولی، چې د حکومتولۍ په نورو برخو کې له ستونزو سره ـ سره ښاغلي غني د امنیتي ځواکونو په مورال لوړولو او ورته په ځانګړې ممکنه پاملرنه کې ښه نقش ولوبوه.

د دې بحث وروستۍ خبره به دا کړو، چې ولسمشرغني د ولسمشرکرزي برعکس د ولسمشر ترڅنګ په نسبي ډول د اعلی سرقومندان رول هم لوبولی، یا لېواله دی چې دغه رول هم ښه ولوبوي.

د سولې او جګړې په اړه تناقض
ولسمشرغني مو، چې د ولسمشر ترڅنګ اعلی سرقومندان هم تعریف کړ او په دې برخه کې کارکولو ته یې په لېوالتیا قایل شوو، بیا دا پوښتنه مطرح کوو، چې دی د سولې او جګړې په اړه څه ډول لیدلوري لري؟

د دې پوښتنې ځواب په یوه جمله کې ځکه نه شو ورکولای، چې په لږ زماني توپیر کې په دې برخه کې د هغه مختلف او په عین حال کې متناقض دریځونه لیدل شوي.

ښاغلی غني کله له یوې خونړۍ پېښې وروسته طالبانو ته د نابودۍ توند اخطارونه ورکوي. همدا څو ورځې مخکې؛ غالباً له طالبانوسره د خواخوږۍ ښودلو له مرکې مخکې یې په ارګ کې د شهید اونۍ په مناسبت په بللې غونډه کې طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د جګړې د دوام په صورت کې به یې د مړو جسدونه په غرونو کې خښ او دوی به نابود شي.

له دې خبرې څخه لږ وروسته د طالبانو په وژل کیدو خواخوږي ښودل عجیبه او د پوښتنې وړ مسئله ده.

پایله او وړاندیز
په دې کې شک نشته، چې د افغانستان د سولې او جګړې په تله کې کله د یوې او کله بلې مسئلې کنډه درنیږي. دغه وضعیت خامخا د سولې او جګړې په اړه پر موضع ګیریو اغېزلري. ښایي دا وجه وي، چې ولسمشر غني کله د طالبانو سرسخت دښمن او د پراخو وژنو امر ورکوونکی شي او کله د سولې د کنډې له درنیدو سره د طالبانو په وژلو ویر کول ورته مناسب ښکاري.

که ووایو ده ته د ولسمشر په توګه سیاسي تدبیر او د اعلی سرقومندان په توګه د پوځي برم او ګواښ مطرح کول لازم وي، بې انصافي به نه وي شوې.

چې داسې ده ډاکټرغني به څنګه په عین حال کې د ولسمشر او اعلی سرقومندان رول دواړه لوبوي؟

د دې پوښتنې مناسب ځواب کیدای شي دا وي، چې ښاغلی غني په هره مسئله کې سمدستي موضع ګیري ونه کړي. لازمه به وي، چې د قهري څېرې او دریځ د څرګندولو لپاره د امنیتي سکتور رهبرۍ او د سوله ییزو خبرو لپاره خپل مطبوعاتي ټیم یا سیاسي سلاکارانو ته د مدبرو او سنجیده خبرو فرصت ورکړي.

البته دا هغه مهال ممکنه ده، چې ښاغلی غني د منتقدینو په وینا یې د واک انحصار پریږدي او نورو ته وخت ورکړي څو هر یو د خپل مسولیت او صلاحیت په دایره کې لاس په کار او په پریکړو کې شریک شي.

که داسې ونه شي، د سولې او جګړې په اړه داسې متناقض دریځونه هم د سولې لپاره د طالبانو لېوالتیا زیانمنوي او هم د جګړې لپاره د ملي ځواکونو مورال ته تاوان کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.