ننګرهار؛ یو عاشق پر هغه کورنۍ بمي برید کړی چې لور یې نه ورکوله

د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې يوه هلک وروسته له هغه د یوې نجلۍ کور ته له ځان سره بم وړی دی چې مینه یې د هغې د کورنۍ لخوا بل چاته ورکړل شوې وه.

دغه ځوان ذاکر عالم نومېږي او د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د سيدا ګل په نوم د يوه کليوال په لور مين و.

د ځايي چارواکو په وینا، ځوان له دغې نجلۍ سره مينه درلوده او تمه یې لرله چې دغه نجلۍ به يې د کور مېرمن شي، خو چې خبر شو هغه يې بل چا ته ورکړې، لاسي بم يې د تحفې په څېر نغښتی او له ځان سره یې د خپلې مینې کور ته وړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، کله چې د نجلۍ په کور کې خلک راټول شوي، هلک بم ته چاودنه ورکړې چې له امله یې د همدې کورنۍ یوه مېرمنه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، په ټپیان کې دوه ښځې، يو همدا ځوان او يو بل کس شامل دي.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د پښتني دودونو له امله ډېری ځوانان په خپله خوښه د واده ټاکنه کولای نه شي.

د یادونې ده چې ډېری بنسټونو د خلکو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړل خو لا هم دغه ستونزې په خپل حال پاتې دي.

وړاندې تر دې هم څو څو ځله ورته پیښې رامنخته شوې دي چې ډېری انجونو او هلکانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه ... نور ولولئ