ادبیات ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند له نړۍ مخکښان

د اردو ادب بې سارې جوړه: د بانو قدسیه او اشفاق احمد ځانګړی ژوند او مینه

د اشفاق احمد کباب پخلو سره ځانګړې علاقه او مینه درلوده، کله به یې چې یاران دوستان مېلمانه او کور ته دعوت کول نو پخپله به یې ورته کباب پخاوه
لیکنه: مهر تاج

دوی د اردو ادب هغه دوه ستوري دي چې بیخي ځانګړې جوړه ده او زه یې ځانګړې منیواله یم، دوی دواړه نه زما ایډیال لیکولان و/دي، بلکې د دوی ژوند، مینه، علم و پوهه هم ماته بې مثاله او یوه عالي جوړه وه چې زه ترې متاثره وم او لا هم یم.

نن دغه بې مثاله جوړه درپیژنم.

مشهور عالم، ادیب، ډرامه لیکوونکی، نقاد او ژورنالیست اشفاق احمد په کال ۱۹۲۵د اګسټ د میاشتې په ۲۲ نیټه د “خان بهارت” په ‘هوشیار پور ‘ ښار په یوه وړوکي کلي ‘خان پور ‘ کې د ډاکټر محمد خان په یوه پښتنه کورنۍ کې د سه شنبې په ورځ زیږیدلی.

ابتدایه او ثانوي زده کړې یې په ‘فیروز پور’ سیمه کې تر سره کړي دي او د فیروز پور په “رام سکھ داس ” کالج کې یې هم زده کړې کړي له دې علاوه د بي ای په امتحان کې د RDS کالج نه هم په لوړو نمرو فارغ شوی.

د پاکستان رامنځته کیدو  وروسته یې  کورنۍ د بهارت فیروز پور نه پاکستان ته کډوال شول. د لاهور دولتي پوهنتون “اردو ادبیاتو څانګې ” ته په ازموینه کې کامیاب شو، “بانو قدسیه” یې ټولګیواله وه، د پوهنتون په لومړني کال یې د صنف اول نمره ګي ونیوله، چې د اشفاق احمد توجه هم ورواوخته، هماغه و چې شپه او ورځ یې په ځان یوه او درسونو ته کار وویل، تر څو اول نمرګي خپله کړي، خو بانو قدسیه هم ځانته څه ویل، بلااخره د پوهنتون په اخرني کال اشفاق احمد اول او بانو قدسه په دویمه درجه فارغ شول.

دا چې بانو قدسیه یې ټولګیواله او د یو مسلک و فکر خاوندان و، همدا د دوی د نزدیکت او مینې سبب شو.

بانو قدسیه هم په مشرقي بهارت پنجاب فیروز پور کې په ۱۹۲۸ د نومبر په ۲۸ نیټه زیږدلي او ستره شوې ده، چې پاکستان د رامنځته کیدلو وروسته دوی هم پاکستان لاهور ته مهاجر شوي و.

دا چې اشفاق احمد په خټه پښتون او د داسې زحمت کش و سخت دریزه پلار زوی و چې د هغه د اجازې پرته به یې کور کې حتا یوه پاڼه نشوه رپېدلای، نو یوه پنجابۍ ننګور به یې څنګه قبلولای، خو د دوی د واده مقصد یوازې مینه نه بلکې همدا تعبیض له منځه وړل و، چې ثابته یې هم کړ.

کله چې اشفاق احمد په بانو قدسیه مئین شو، نو دا یې یوه ورځ هم په لاره کې ونه درېدۀ، د ګلانو ګلدسته یې ورته ونه نیوله، نه یې هم کله پسې له شا غږ وکړ، نه یې تر کوره وڅارله، نه یې هم ترې کله په کوم پارک یا هوټل کې د لیدلو  غوښتنه وکړه، ځکه چې دا ټولې کړنې نه مینه تضمینولای شي او نه هم ټولنې ته قابل قبول دي. برعکس ده ورسره واده وکړ او پداسې ښېګڼه یې وکړ، چې ټول عمر یې همدا ښېګڼه خوښه او وپاللـــه پرته د دې تعصبه چې د یوې ښځې قلم د نارینه د قلم سره اوږه په اوږه مزل کولای شي.

په اوس وخت کې، چې د فیسبوک، مسنجر، واټس آپ، موبایل او… زمانه ده، چې اوس به داسې بل کوم اشفاق احمد پیدا شي، چې پرته له درواغجنو وعدو او بې ایمانه غوښتنو د پت او عافیت نکاح راساً وکړي.

بانو قدسیه وايي، د بل چا سره په واده کولو اشفاق احمد په مرګ ګواښلې وم:

د اشفاق احمد صیب پلارګنۍ دۀ ته ویلي و؛ تۀ چې چیرته واده کول غواړي، مونږ نه پرېږدو چې ته هلته واده وکړي، تا به ووژنو خو ستا د خوښې واده اجازه به در نه کړو، د دې تهدید/ګواښ وروسته اشفاق احمد ډېر اندېښمن و، ځکه خو یې د اټالیا ښار روم ته د تګ پرېکړه وکړه.

له هغه ځایه یې ماته د ورځې دوه لیکونه په منظم ډول سره لیکل پیل کړل، یو سهار او بل هم ماښام مهال.

په یو څو لیکونو کې یې لیکلي و؛

” قدسیه، که چیرته تا د بل چاسره واده وکړ، نو زه به دواړه ووژنم ”

د دې لیکونو تر لوستلو وروسته زه له لویي ستونزې سره مخ شوې وم، ځکه هغه شپې و ورځې زما مور غوښتل چې زما واده د یو کرنل سره وکړي.

بانو لیکلي: ۱۹۵۶ د دسمبر په ۱۶ نیټه ما او اشفاق احمد ډېر ساده واده وکړ، هغه مهال زه ۲۸ او اشفاق احمد ۳۱ کلن و، واده په ورځ ما پخوانی سپین شلوار کمېس اغوستی و، لږ شلیدلی هم و، اشفاق احمد صیب هم معمولي یوه لیکي لیکي کورتۍ اغوستي وه.

مفتي ممتا، لیکوال حسین د ورا/ هلک والا له لورې ؤه.

ریزي او محموده اصغري زما مور د جینۍ له خوا نه و،  خو نه کوم ډولچي او نه هم د ډول و دریا ډنګ و، نه هم د نکریزو شپه وه.

د نکاح  نه وروسته اشفاق احمد خان صاحب ورسره خپل کتاب ماته بې غږ و غوږه راکړ، چې پکې نهه سوه روپۍ ایښي وي.

دا چې د نوموړي واده یې د کورنۍ په ناخوښه و، نو یې د خپلې کورنۍ نه بېل کور کې ژوند پیل کړ.

ـ د بانو قدسیه له ویناؤ څخه:

« داسې د ژوند ملګری (مېړه)  انتخاب کړه؛

چې ستا لپاره ښه وې، نه ستا د کورنۍ لپاره،

نه هم د بینک اکونټ لپاره.

داسې څوک انتخاب کړه؛

چې له تاسره هر وخت په هر حالت کې مینه ولري، چې د تیروتنې نه کولو په صورت کې هم درڅخه بخښنه غواړي،

چې ستا د لاسه ورکولو ويره ورسره وي،

چې ستا خوشالي غواړي!

چې هېڅکله درسره اړیکه پرې نه کړي (جلا نشي)

داسې شخص؛ هېڅکله له لاسه مه ورکوئ، چې هر وخت درسره وي، د مینې / ګرانښت اظهار درته کوي، ګني ټول عمر به بې پښېمانه و بې سکونه وئ!! »

بانو قدسیه وایي:

ما اشفاق احمد صیب ته یوه ورځ وویل،  بس دی زه نوره له تاسره نه اوسېږم، ته ماته غصه کېږي، زه درنه نوره ځم. هغه کېناست او په خندا شو، ما یو څو نورې هم ورته وکړې، هغه بیا هم خندل او زه لا پسې لګیا وم هر څه مې ویل او هغه هماغسې خندلي، په هره خبره به یې په خندا جان و قربان راته کول او بیا یې راته وویل:

“هر کله چې دې زړه وغواړي، خپله غصه دې پر ما سړوه، خو زړه کې یې مه ساته، چې پر ما دې زړه تش نه کړې، نو نور به یې په چا تشوې!؟”

هغه وخت نو  ما د نارینوو په هکله فکر وکړ، چې په وړو وړو خبرو خپلو مېرمنو  ته غصه کېږي پرېږدي یې او ژوند یې خرابېږي، دې ته مینه نه وایي، که چیرته نارینه ریښتیني مینه وکړي، هغه بیا هر څه اوري، زغمي، حتا خپل ذات به ذلیله کړي، خو مینه به کلکه پالي؛ داسې مېرمنې بختورې وي او زه د همدې بختورو له جملې نه یم.

ـ یوه تلویزونې مرکه کې ځنې پوښتل کېږي، چې اشفاق احمد باندې څنګه مئېنه شوې؟

بانو وایي: ښکاره ده چې انسان په ښایست میئنېږي، اشفاق احمد ښایسته و جذابه و، سر و وضع یې منظمه خوش لباسه و. دا خوشي خبرې دي چې خلک وایي؛ چې والا زه د فلان له اخلاقو او خوی نه متاثره شوم او دۀ نیک خویه، نیک کارؤنه کؤل او دۀ به د سپیو سره ډېره مینه درلوده او داسې نور… دا خوشي خبرې دي.

د خپلې اړېکې په هکله وایي:

« مونږ دواړه غریبانان ؤ؛ نه اشفاق احمد زموږ څخه د کوم جهیز غوښتنه کړې وه او نه ما د دۀ په سائیکل کومه نیوکه درلوده…!! »

ـ مفتي ممتاز لیکي: بانو قدسیه په خپل ژوند کې درې ځلې پورته شوې ده؛

لومړی، کله یې چې د اشفاق احمد سره واده وکړ.

دویم، کله چې د دې په کور کې د دال ډوډۍ لوبه وه او دې متن پسې متن لیکلو ته دوام ورکړ.

دریم، کله چې اشفاق احمد نوی کور جوړ او دوی په پور کې دومره غرق شول، چې د قدسیه ملا په ډېرو لیکلو ماته شوه، بانو شپه او ورځ په ځان یوه او لیکلو ته قلم بند کړی و، کله د راډیو لپاره او کله هم د اخبار لپاره.. دومره چې کله به هم ترې چا وپوښتل، د کور دا وسایل به په څو وي؟ نو بانو به ویل، زما د دوه متنونو یا زما د فلانۍ لیکنې په قیمت…!!

بانو قدسیه، نږدې ۲۷ ناولونه، لنډې کیسې، افسانې، ادبي او هنري لیکنې، لنډې ټوټې او ډرامې لیکلي دي، چې ګڼ ایوارډونه او ستاینلیکونه یې هم اخیستي دي.

همدا رنګه اشفاق احمد هم ګڼ شمېر تصنفات، ناولونه، افسانې، کالمونه، هنري لیکني، ډرامې، مقالې، فیچر او نور… لیکلي او لري، چې د اردو ادب دواړه لویه سرمایه ده، داسې ځلانده ستوري چې تر ابده به یې نوم ژوندی او ځلېږي.

دواړو په اردو ادب کې ځانګړی او لوړ مقام لري.

اشفاق احمد لیکي:

زما مېرمن (بانو قدسیه) په پوهنتون کې تدریس کاوه، هره ورځ به ما تر پوهنتونه موټر کې رسوله، کله به چې د پوهنتون دروازې ته ورسېدو، زه به له موټره ښکته کېدلم بل طرف ته به راتاو شوم او دې ته به مې د موټر دروازه خلاصوله، مېرمن به مې ښکته کېدله او له همزولو سره به یو ځای په ګیټ ننوتله ـ په رخصتۍ کې به بیا پسې ورتللم او موټر کې به مې کور ته راوستله.. زما د میرمنې (بانو قدسیه) همزولو به چې د هرې ورځې دغه منظره لیدله، نو خپلو منځونو کې به یې ویل؛  دوی دواړه د یوۀ و بل سره څومره مینه او محبت لري، دوی به دعا کوله چې الله تعالی دوی ته هم دغسې مېړه نصیب کړي..

دغه تمرین به هره ورځ روان و، ما به لکه شاهي نوکر د موټر دروازه ورته خلاصوله او زما مېرمن به لکه د شهزادګیو/ملکې په څېر له موټره ښکته کېدله او همزولو سره یو ځای د پوهنتون په وره داخلیدله.. ملګرو به یې په حسرتمن نظر راکتل او د ځانونو لپاره به یې د دغسې میړه دعا کوله.

دی لیکي، چې په حقیقت کې زمونږ تر منځ دا او هغه رنګه کومه مینه محبت هېڅ نه وه، اصل کې زما د موټر دروازه خرابه وه، چې له داخله نه خلاصېدله، نو پدې خاطر مجبوراً زه به له موټره ښکته کېدلم او بانو ته به مې دروازه خلاصوله.

ـ اشفاق احمد په ۲۰۰۴کال اتم۸ د دستبر نهه بجې د ورپېښي ناروغی کینسر له امله د ۷۹ کالو په عمر له دې فاني دنیا د تل لپاره سترګې پټي کړلي.

ـ د اشفاق احمد د مړینې وروسته په لومړنۍ کلیزه کې یې بانو قدسیه لیکلي:

اشفاق احمد، زما څادر هم و او څلور دیوالونه هم، د اشفاق احمد د مړینې وروسته زه په ډېرو خبرو پوه شوم؛ اوس زما تر مخه، د لیری شئ بچو ویلو والا نشته، زما تر مخه روان د هوښیار، په اداب تیار سۍ ویلو ولا نشته. اوس که زه تېندک وخورم ولوېږم کومې تکیي ته ضرورت ولرم، تر مخه مې هغه شخص نشته چې په سړک زما ترمخه روان او زما څخه ساتنه وکړي (اقتباس “زاویه “)

د دې جوړې فکرونه، وجودونه او روحونه داسې یو بل سره تړل شوي وو، چې د اشفاق احمد د مړینې په کال مېرمن “بانو قدسیه ” هم ورسره ساه ورکړه، روح یې د خپله ځانه جدا او خپل محبوب ‘ګران ټولګیوال او ژوند ملګري اشفاق احمد سره یو ځای کړ.

روحونه یې ښاد او جنت یې نصیب شه…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ