د اصحاب الفیل کیسه؛ دلته یې په اړه له بشپړ تفصیل سره ولولئ

ابرهه د خپلې پاچاهۍ لپاره صنعاء پلازمينه ګرځولې وه، په دغه پلازمينه کې يې ډېره لويه کليسا ودانه کړې وه،دغه کليسا يې په يمنيانو ورغوله، د سرو او سپينو صليبونه يې په کې ولګول،د آبنوس د لرګيو او د فيل د غاښونو څخه يې منبر ورغاوه،ډېر لوړوالی او پراخي يې ورکړه. ابرهه غوښتل چې دا کليسا د مسيحې دولت د عبادت مرکز  شي.
ابرهه په دې کار ډېر خوشاله شو او ډېر ورته خوشبينه و، نو د حبشې نجاشي ته يې وليکل:
((ما ستا لپاره کليسا جوړه کړه، له  تا مخکې د هيڅ يو پاچا لپاره داسې کليسا نه ده جوړه شوې او په دې خاطر مې دا کار وکړ چې عربي حاجيان دې خوا راوګرځوم.))
ابرهه تمه لرله چې کليسا به يې د عربانو کعبې سره سيالي وکړي.ګومان يې وکړ چې په هڅونه او ګواښنه به عربي حاجيان صنعاء ته راوګرځوي، خو عربان د هغه له کليسا نه وتښتيدل او مکې ته له هرې لوړې ژورې راوښويدل.
ابرهه د بت پرستانو په وړاندې راوپاريده چې ولې يې د دوی دين ونه مانه، د ده خوب يې ړنګ او هېلې يې له خاورو سره خاورې کړی. که چېرته عربانو نصرانېت منلی وای، نو له جګړې پرته به يې حجاز تر ولکې لاندې راغلی و، خو چې دوی نصرانېت ونه مانه او په خپله بت پرستۍ پاتې شول، نو اوس بايد ورسره جګړه وکړي، کعبه ړنګه کړي، خپل غرور او سياسي هدف بېرته لاسته راوړي.
احباش او رومي څارونکي ابرهه ته راغلل، ترې چاپېره کیناست، د مکې په اړه يې د دغو څارونکو راپورونه ته غوږ نیولی و. مخ يې وغوړېده، ښه خبر دی، په مکه کې غښتلې کلاګانې نشته او د دوی په وړاندې کمزوري دي. بس يو بريد به وي او د کعبې دوړې به اسمان ته پورته شي.
ابرهه د مکې د ورانولو په پلان بوخت شو، خو مکه د امن کور و، د نړۍ هر سړي ته په کې ديني ازادي ورکړل شوې وه، مشري يې د عبدالمطلب پر غاړه وه، هره خبره به يې په سليم عقل، هوښيارتيا او ځېرکتيا حل کوله، که به د چا له چا سره شخړه راغله، نو ده به يې تر منځ سوله کوله، هغه د سوداګرې قبيلې مشر دی، نه غواړي چې قافله يې سبا ته له کوم ګواښ سره مخ شي، نو د خپلې قافلې د خونديتوب او احتمالي بريد نه د ژغورولو په موخه به يې هم د سولې هڅې کولې.
ابرهه، محمد بن خزاعي مصر ته وليږه او امر يې ورته وکړ چې خلک له ځان سره د هغې کليسا حج ته روان کړي چې ده په صنعاء کې جوړه کړې ده، خراج ترې واخلي او په امر منلو يې اړ باسي، محمد خزاعي روان شو، کله چې د بني کنانه خاورې ته ورسيده د تهامې خلک پرې خبر شول، نو د هذيل يو تن يې پسې وليږه په غشي يې وويشت او ځای پرځای يې وواژه، ابرهه چې خبر شو نو سوګند يې وکړ چې په بني کنانه به بريد کوي، خو د کعبې د ړنګولو نېت يې هم کړی و او بايد د دې حملې لپاره يو سبب وګوري.
ابرهه په ماڼۍ کې د خپلو ملګرو، د يمن ، حبشې او نورو قبيلو له مشرانو سره ناست و، چې يو استازی ورننوت او د لېږل شوي سړي د مرګ خبر يې ورکړ، د تهامې ولس د هغه خبره ونه  منله او نه يې د هغه امر ته غاړه کېښوده او سړی يې وواژه.
ابرهه په غوسه شو او په زړه کې يې يو سرکښه انقلابي طوفان راپورته شو، بايد د خپل شان او شوکت د خوندي ساتلو لپاره د ټولو عربانو په وړاندې د جنګ اعلان وکړي، ابرهه د جګړې په پلان بوخت شو، فکر يې وکړ چې عربان خؤرې ورې قبيلې دي په ډېره اسانۍ به يې د تورې په زور ارام کړي، يوازې دغه يو کور((بيت العتيق))دی چې د دوی اړيکې يې يو له بل سره ټينګې کړي دي، دغه کور چې دوی ترې طواف کوي، درناوی يې کوي،  ده  ونه شو کولی چې عربان ترې خپلې کليسا ته راوګرځوي،که چېرته دغه کور ړنګ کړي نو د عربانو تر منځ به دغه اړيکې پرې شي.
ابرهه په خپل مجلس کې دروازې ته کتل، لکه چې د چا انتظار کوي، ناست عربان، احباش ورسره مينه ښايي درناوی يې کوي او په دې سره غواړي چې د ابرهه مخ ځانونو ته راوګرځوي. لږې شېبې وې چې دروازه خلاصه شوه يو راهب  وارخطا راننوت او ويې ويل:

  • مشره ستا کليسا چټله شوې ده.

ابرهه په وارخطايې وويل:

  • څنګه؟
  • کوم عربي په کې چټلي کړې.

  • له کومې قبيلې څخه دی؟

  • د هغه کور له څښتنانو څخه دی چې عربان ترې حج کوي، څوک مکي دی.

ابرهه په غوسه راپورته شو، په الله او په مسيح يې سوګند ياد کړ چې هرومرو به کعبه ړنګوي.
د کعبې د ړنګولو لپاره ډېر کمزوری سبب په لاس ورغی، خو بيا هم په هر حال يو سبب و، بايد داسې يو سبب وي چې ولسونه راوپاروي او  له تېکو نه خپلې تورې د خپلو سياسي مشرانو د موخو د تحقق په خاطر راوباسي.
ابرهه نجاشي ته خبر وليږه چې په مکه باندې د بريد هوډ او د کعبې د ړنګولو اراده لري، او د مرستې غوښتنه يې ترې وکړه، لښکرې يمن ته راماتې شوې، له حبشې نه فيلان راورسيدل، ابرهه د حملې لپاره داسې تياری نيسي چې عربانو په تاريخ کې نه دی لېدلې، او په دې سره به نصراني حبش او يمينان له غساسني او قسطنطيني نصرانيانو سره يو ځای کړي، اوبيا به دغه صليبي بريد د ختيځ په لور د فارسيانو په وړاندې وخوځوي او په دې سره به مسيحي بېرغ په ټوله ځمکه ورپيږي.
ابرهه د لوی سکندر په څېر د عزت خوبونه ليدل، عربان د ابرهه له هوډ نه خبر شول ډېر ووېريدل او ډېره سخته پرې تمامه شوه، د کعبې څخه دفاع يې پرځان حق ګڼله، د کعبې په لاره هره پرته قبيله د بيت الله نه د دفاع لپاره چمتو شوه، يو تن سره هم دا فکر پيدا نه  شو چې ټول عربان د يوه بېرغ  لاندې راټول کړي او د دغه  سرکښه په وړاندې ودريږي.(( خو الله لره د اسمانونو او ځمکو لښکرې شته دی او الله په هر څه باندې د پوهې او حمکت څښتن دی)).
د ابرهه لښکر په حجاز باندې بريد ته چمتو شو، څو د حبشې او يمن نصرانيان د شام او قسطنطينه له نصرانيانو سره يو ځای کړي، ټول بيا د فارس په لورې وخوځېږي او د ختيځ او لوېديځ تر منځ د روانې جګړې پولې وټاکي، د مجوسيانو او مسيحيانو تر منځ پولې، د ټولې ځمکې پر مخ صليب پورته شي او بشريت داسې دين ته غاړه کېږدي چې خپل خلک يې په ډلو ټپلو او فرقو ويشل شوي وو.
ابرهه له حبشې نه  په راليږل شوي فيل باندې سپور شو، په عربانو کې د ابرهه د لښکر په اړه خبر خپور شو چې د يمن څخه د کعبې د ورانېدو په نېت راروان شوی دی او غواړي چې عربان خپلې کليسا ته راوګرځوي، په زور ورباندې نصرانېت ومني، او د کړې ګنا پر بنسټ سزا ورکړي، د دوی د کليسا د چټلولو په ګناه يې محاکمه کړي، عربان د ده په سياسي موخه پوه نه شول او د کعبې نه يې دفاع پر ځان فرض وګڼله.
ذونفر ځينې يمنيان چې د ملکي او مخورې کورنيو څخه وو راوغوښتل، هغوی يې هم بلنه ومنله، نور عربان هم ورسره ملګري شول او د ابرهه په وړاندې يې د جګړې تياری  ونيو، څو دغه کور د ابرهه څخه وژغوري.
د ابرهه لښکرې د ذونفر له لښکرو سره مخامخ شوې، د دواړو تر منځ سخته جګړه  وشوه چې په پای کې يمنيانو او عربانو ماتې وخوړه او ذونفر د ابرهه لخوا بندي شو.
ابرهه ته يې په زولنو کې تړلی راوست. په تريخ نظر يې وروکتلې او بيا يې د هغه د وژلو امر صادر کړ، نو ذونفر ورته وويل:

  • وا پاچا ما مه وژنه کېدای شي له تاسره زما شتون زما له مرګ څخه ګټور وي.

ابرهه امر وکړ چې بندي يې کړي، او بيا د عربانو په خاوره کې روان شو کله چې خثعم ته ورسېد،  نو مخې ته يې نفيل بن حبيب الخثعمي د دوه قبيلو شهران او ناهس په مشرۍ  ورووت.
نفيل او وروسره کسانو دا توانايې نه لرله چې د ابرهه مخه ونيسي، خو بيا يې هم په وړاندې ودريدل، تورې يې راوويستلې او په مېړانه يې د سپيڅلي کور نه دفاع وکړه، خلک يو پر بل پسې د جګړې په ميدان کې غورځېدل خو هيڅ نه په شا کېدل، تر دې چې نفيل د ابرهه په لاس ونېول شو.
نفيل ابرهه ته واستول شو، هغه ورته په ډېر تاوجن نظر ورګوري او بيا يې امر وکړ چې مړ يې کړئ نفيل ورته وويل :

  • اې پاچا ما مه وژنه زه به درته د عربانو لارې او ګودرې دروښاېم.

هغه يې پرېښود او ورسره د لارښود په څېر روان شو. طائف ته خبر ورسېد چې د ابرهه لښکر رانېږدې شوی دی او يوازې د کعبې په ړنګولو پسې راوتلی، خلک د لات معبد ته ننوتل، خوشبويانې يې لوګی کړې مالونه يې قرباني کړل او د خپلو خدايانو څخه يې وغوښتل چې د ابرهه له شره يې وساتي.
ابرهه په طائف تېر شو، نو مسعود بن مالک بن کعب بن عمروبن سعد بن عوف بن ثقيف ورته راووت ابرهه ته يې وويل:

  • وا پاچا موږ ستا منونکي مريان يو، موږ له تاسره هيڅ ډول خلاف نه لرو او تا چې د کوم کور د ړنګولو اراده کړې هغه زموږ کور نه دی، ته د مکې کور پسې راوتلی يې، موږ به درسره خلک واستوو چې لاره دروښايې.

ابرهه پرې کار ونه لره خو ابورغال يې ورسره ولېږه چې د مکې لاره وروښايې، ابورغال هېڅکله هم هڅه ونه کړه چې له ابرهه نه  داسې  لاره ورکه کړي لکه څنګه چې له ده وړاندې صالح له اوليوس ګاليوس نه ورکه کړې وه، بلکې د ابرهه سره په نېغه لاره روان دی، د مکې او طائف د لارې په اوږدو کې يې له مغمس سره واړول.
ابرهه خپل لښکر تيارسۍ کړ چې په يوه بريد کې هرڅه په بله واړوي، هغه د ابي قبيس او اخشبين غرونو ته ګوري او انګيري چې په يوه يرغل کې به هر څه له ځمکې سره برابر کړي. هغه په خپل جنګي پلان بوخت و چې يو کس ورته راغی او ويې ويل: چې ابورغال مړ دی.
ابورغال په مغمس کې خښ شو، ابرهه د حبشو يو تن  اسود بن مقصود  تهامه ته وليږه چې په تهامې بريد وکړي څو د مکيانو نبض وګوري او ځواکمنتيا يې درک کړي.
اسود بن مقصود له خپلو اسپورانو سره په تهامې باندې بريد وکړ او په دغه بريد کې يې د عبد المطلب  دوه سوه اوښان  ونيول او د دې ترڅنګ يې د تهاميانو او قريشو څاروي هم له ځان سره راوستل. چې قريش خبر شول، نو د کنانه او هذيل قبيلې وګړي  يې راټول کړل او تړونونه يې وکړل چې په هغه چا به حمله کوي چې د دوي مالونه يې چور کړي دي. خلک غرونو ته وختل ګوري چې د ابرهه لښکر دنيا نېولي ده: اسونه ، اوښان، لوی فيلان چې له دې وړاندې يې هېڅ نه و لېدلي، نو پوه شول چې په دې لښکرو يې زور نه رسيږي، له جګړې نه لاس په سر شول او د سبا انتظار يې کاوه.
حناطه الحميري مکې ته راغی او ويې ويل:

  • د دې ښار مشر او مخور څوک دی؟
  • څه ترې غواړي؟

  • زه د ابرهه پاچا استازی يم.

عبدالمطلب د پخوا په څېر د کعبې سېوري ته په خپل ټغر ناست و، چاپېره ترې د قريشو مشران او زامن ناست وو. نو يو چا ورته اشاره وکړه  او استازي ته يې وويل:

  • هاغه دی هلته ناست دی.

حناطه الحميري د عبدالمطلب د ناستي ځای ته ورغی. په ټغر يوازې ناست و، سپين مخ  يې ځلېده او په تندي کې يې د پاچاهۍ نښې ښکارېدلې، حناطه ورته يوه شېبه وکتل او بيا يې وويل:

  • پاچا وايې چې زه ستاسې جګړې ته نه يم راغلی. زه يوازې د دې کور ورانېدو ته راغلی يم، که چېرته تاسي زموږ مخه ونه نيسئ نو موږ په تاسي هېڅ کار نه لرو.

عبدالمطلب خپلو کسانو ته مخ راوګرځاوه او بيا يې وويل:

  • په خدای که موږ ورسره جګړه غواړو او يا به د دوی په وړاندې د جګړې توان لرو. د ا د الله کور دی د الله د خليل او دوست کور دی که يې ترې ساتي نو خپل کور يې دی، او که يې ورته پريږدي نو موږ يې د دفاع وس نه لرو.

حناطه وويل:
ـ پاچا ته راسره لاړ شه، هغه ماته ستا د راوستلو امر کړی.
عبدالمطلب له يو څو تنو زامنو سره ورغی، په لاره کې خبر شو چې ذونفر ملګری يې له ابرهه سره بندي دی، کله چې عسکر کوټ ته ورننوت، لومړی يې د ذونفر پوښتنه وکړه، زندان ته ورغی، ورته يې وويل:

  • اې ذونفر! تاسره د دې مصيبت نه د خلاصۍ کومه لاره شته چې راسره مرسته وکړي؟

ذونفر سر ټيټ کړ او ويې وويل:

  • بندي سړي سره به څه وي هغه خو سبا او بېګاه د مرګ په انتظار وي، هيڅ مې هم په لاس کې نشته، يوازې د فيلانو مشر انيس مې ملګری دی، هغه ته به يو څوک واستوم، ستا په اړه به ورته سپارښتنه وکړم، ستا حق به وپيژني له پاچا نه به درته وخت واخلي، خبرې به ورسره وکړي او ستا سفارش به ورته هم وکړي.
  • همدومره کفاېت کوي.

ذونفر انيس ته خبر ولېږه او ورته يې وويل:

  • عبدالمطلب د قريشو مشر او د مکې د چينې څښتن دی، خلکو ته په سختيو او اسانيو کې خواړه ورکوي، پاچا يې دوه سوه اوښان نېولي دي، له پاچا نه ورته اجازه واخله او څه چې دې په وس پوره وي ورسره يې وکړه.
  • سمه ده.

انيس له ابرهه سره خبرې کولې ورته يې وويل:

  • پاچاصيب دا د قريشو مشر دی، غواړي له تاسره وګوري، د مکې د چينې څښتن دی، او خلکو ته د غرونو په سرونو خواړه ورکوي، اجازه ورکړه چې له تاسره خبرې کوي.

ابرهه په خپل تخت برابر شو، او ويې ويل:

  • نو دننه دې راشي.

عبدالمطلب دنګ قامت ورننوت، تر ټولو دنګ، ښکلی او د ښې څېرې څښتن و، کله چې ابرهه ولېد ډېر درناوی يې ورکړ، د خپلې پاچاهۍ له تخت څخه راکوز شو او په غوړيدلي توشک يې له ځان سره کيناوه، بيا يې خپل ترجمان ته وويل:

  • ورته ووايه څنګه راغلی يې ؟

ترجمان ورته خبره وکړه هغه وويل:
ـ زه راغلی يم چې پاچا زما دوه سوه اوښان نيولي دي، هغه راوسپاري.
کله چې يې دا خبره وکړه نو ابرهه خپل ترجمان ته وويل:

  • ورته ووايه په لېدلو دې ډېر اغيزمن شوم، خو چې خبرې دې وکړې هغه اغيزمنتيا له منځه لاړه، ته له ماسره د خپلو دوه سوه اوښانو خبره کوې چې موږ درنه نېولي دي او داسې يو کور پرېږدئ چې ستا دين دی، ستا د پلرونو دين دی، په دې اړه به راسره هيڅ هم نه وايې.
  • زه د اوښانو پالونکی يم او دغه کور خپل پالونکی لري هغه به يې درنه وساتي.

  • هغه يې رانه، نه شي ساتلي.

  • ته پوه شه او هغه.

يعمر بن نفاثه بن عدي بني بکر چې نسب يې کنانه ته رسيده، د هذيل د قبيلې له مشر  خويلد بن وائله الهذلي سره ورغی، له عبدالمطلب سره يو ځای شو او ابرهه ته يې و ويل:

  • تاته به د تهامي درې برخې مالونه درکړو خو دغه کور مه ورانوه.

ابرهه انکار وکړ او امر يې وکړ چې عبد المطلب ته خپل اوښان وسپاري، عبدالمطلب له اوښانو سره راغی، ټول اوښان يې الله ته قرباني کړل، قريش يې خبر کړل او د مکي نه يې د باندې وتلو امر ورته وکړ، ټول راووتل او د ابرهه د لښکر له وېري د غرونو سرونو ته روان شول، د ښځو په منځ کې آمنه بنت وهب او هاله بنت وهيب هم راووتلې. آمنه د قبيس غره په سر ودرېده، په زړه کې يې يوه زره وېره هم تېره نه شوه،  بلکې ډېره ډاډه وه.
غوږونو ته يې هغه غږ بيا راوګرځېده چې اوه مياشتي وړاندې يې اورېدلی و: ته د دې امت په سردار اميد واره يې ، نو فکرونه  يې په سر کې راوپارېدل: ايا که دعربانو کور ړنګ شي بيا به هم دوی د يوه امت په څېر پاتې شي؟ زړه يې ورته ويل چې الله به خپل کور وساتي او که نه دغه اواز کونکی بيا يو تش وهم و.
عبدالمطلب کعبې ته ورغی، د کعبې ځنځېر يې ونېوه  او څو تنه قريش ورسره پاڅېدل، الله ته يې زارۍ کولې او په ابرهه باندې يې ترې مرسته غوښتله، عبدالمطلب وويل:
هر سړی خپل ځای له نورو ساتي
ته هم خپل ځای وساته
چې د دوی صليب هېڅکله هم بريالی نه شي
که دوی او کعبه سره پرېږدي نو څه چې دې خوښه وي هغسې وکړه
که چېرته دې داسې وکړل نو ستاچارې په دې کار بشپړيږي
ما د دوی خبرې واورېدلي دوی ستا حلال تر پښو لاندې کړل
ټول ښار يې راپسې راچلولی دی
فيلان يې هم راوستلي چې ستا عيال وکنځي
په خپل زور او چل ستا ساتنځای ته راغلي
او دوی ستا جلال هېڅ په نظر کې نه دی نيولی
بيا عبدالمطلب د دروازې ځنځير اېله کړ او د قريشو سره د غرونو سرونو ته وخوت، عبدالمطلب د آمنې او هاله خوا ته ورغی او د دې انتظار يې ويست چې ابرهه به په کعبه څه کوي.
سترګې اسمان ته پورته شوي، په دغه سختۍ کې خلکو هبل، لات، عزی، مناه او په کعبه کې ټول اېښودل شوي بتان هير کړل او له واسطي پرته يې د اسمان او ځمکې پالونکي ته زاري پيل کړې، له الله نه غواړي چې د ابرهه د لښکر مخه ونيسي، آمنه هم لګيا ده د الله نه غواړي چې خپل کور وساتي او يرغلګر په شا کړي.
سهار راوخوت، ابرهه مکي ته د ننوتلو لپاره چمتو شو، خپل فيل يې تيار کړ وسلې يې راواخيستلې،  يوازې يو بريد به وي او د دغه کور دوړي به اسمان ته وخيژي، د شام په لور به لار پرانيزي او د قيصر خوبونه به رښتيا کړي.
نفيل بن حبيب الخثعمی راغی د فيل څنګ ته ودريده، بيا يې د فيل په غوږ کې وويل:

  • له کوم ځای نه چې راغلی يې بېرته هم هلته وګرځه، ته د الله په ښار کې يې . له کوم ځای نه چې راغلی يې بېرته هم هلته وګرځه، ته د الله په ښار کې يې.

بيا يې د فيل غوږ پرېښود او د غره په لور روان شو.
ابرهه د حملې امر وکړ، انيس فيلان مخې ته کش کړل، خو فيل يو ګام مخکې نه ځي، په سر يې په تبرګي وواهه چې مخکې شي خو فيل له ځايه نه خوځېده. يو کوږ لرګی يې په خېټه ور ومنډه، خېټه يې وينې شوه، خو فيل مخکې نه ځي، يمن ته يې راوګرځاوه فيل منډې کړې، شام ته يې وګرځاوه، هغه خوا يې هم منډې کړي، مکي ته يې وګرځاوه، په خپل ځای ودرېده. هيڅ حرکت يې نه کاوه.
الله تعالی ورباندې مرغان راوالوځول چې په کرت کاڼو يې ويشتل، کاڼې چې به په چا ولګېده د جدري په ناورغۍ به اخته شو. د جدري ناروغي د ابرهه په عسکر کوټ کې خپره شوه ابرهه پوښتنه کوي :

  • نفيل بن حبيب چېرته دی چې لاره راوښايي؟

غږونه پورته شول نفيل وويل:
چېرته به تښتې خدای درپسې دی
اشرم ناکام دی اوکامياب نه دی
احباش په  لارو غورځېدل او هرې خوا پراته ول. ابرهه هم ټپي شو،  په ځان پسې يې د شرم لمن راښکله او لويه هيله يې دا وه چې صنعاء ته روغ ورسيږي، خو لږه شېبه مخکې يې ويل چې په ځمکه او اسمانونو کې داسې ځواک نشته چې د دغه کور له ړنګيدو نه مي منع کړي.
خلکو د غرونو له سرونو وليدل چې الله خپل کور د ابرهه او د هغه له لښکر نه وساته او خپل دښمنان يې مات کړل، د شکر او مننې غږونه پورته شول او ان تر اسمانه ورسېدل، مېرمنې بېرته خوشاله ډاډه خپلو کورنو ته راستنې شوې د ابرهه لښکر ورته هيڅ زيان وانه ړوه، آمنه هم خپل کور ته راستنه شوه او په دې باوري شوه چې هغه غږ بېځايه نه دی چې ورته شوی دی ته د دې امت په سردار امېدواره يې، الله تعالی خپل کور د کوم لوی کار لپاره وژغوره، په زړه کې احساسوي چې الله تعالی دغه کور د دې ماشوم په برکت وژغوره چې په نس يې دی.
قريش د ابرهه په لښکر پسې روان شول، ګوري چې حبشيان لکه  د کجورو د ډډونو په  څېر يوې خوا او بلې خوا غورځيږي او ځمکه يې په مړو ډکه شوې ده، دوی په خوشالۍ مغمس ته ورسېدل، د ابورغال لارښود قبر يې ولېد، په ډبرو يې وويشت او لعنت يې پرې ووايه.
د عبدالمطلب مخ له خوښۍ وغوړېده عواطف يې طوفاني شول او ويې ويل:
اې بلونکی د وګړو
تا مو واورېده خبره
موږه ستا فرمان منونکي
هم منو به ستا خبره
دغه کور لري پالونکی
چې ساتي يې هم په خپله
چې په بده ورته ګوري
په ګناه کې يې ککړ کړي
د تبع سره ملګرې
وې لښکرې د حمير
د قدم وګړي راغلل
له کعبې نه شول چاپېر
اشرم راوستې لښکرې
تېروتلی و ښه ډېر
په عربي قبيلو کې خپره شوه چې الله تعالی حبش د مکې نه وګرځول او په ډېر سخت عذاب يې اخته کړل نو  عربانو د قريشو نور عظمت هم وکړ او ويې ويل:

  • دوی د الله اهل دي، الله ترې دفاع وکړه او له دښمن نه يې وژغورل.

(( ايا ودې نه لېدل چې ستا رب د فيل له خاوندانو سره څه وکړل؟ *
ايا د هغو تدبير يې بابيزه نه کړ؟*
او دوی ته يې د ابابيلو مرغان واستول*
دوی به يې په اور کې په پخو شويو کاڼو ويشتل*
نو دوی يې د څارويو د ژول شويو وښو په څېر وګرځول.))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د جوده السحار له موسوعې محمد رسول الله والذین معه څخه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.