سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شپږیزه: بندامیر بریا خپله کړه؛ اصغر افغان غوره لوبغاړی شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۰مه لوبه نن د بندامیر او سپین غر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بندامیر لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د سپین غر لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر کریم خان صادق، پروېز ملکزی، وحیدالله شفق، قیس احمد، ظاهر شهزاد، زاهدخان، مجید عالم، جلات خان، شبیر نوري، افتاب عالم او عبدالله عادل.

د بندامیر لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر اصغر افغان، حضرت‌الله ځاځی، طارق ستانکزی، وقار سلام خېل، ناصر جمال، اکرام علي خېل، عثمان غني، ابراهیم ځدران، شراف الدین اشرف، حمید حسن او میرویس اشرف.

دا هغه ۱۱ ـ ۱۱ لوبغاړي وه، چې په ننۍ لوبه کې د سپین غر او بندامیر لوبډلې لپاره ولوبېدل.

د ننۍ لوبې حال

د ننۍ لوبې پچه د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر کریم‌خان صادق د بندامیر د لوبډلمشر اصغر افغان څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سپین غر لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې او بندامیر لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکی.

د سپین غر لوبډلې لپاره پروېز ملکزي ۴۱ او وحیدالله شفق بیا ۳۲ منډې جوړې کړي.

د بندامیر لوبډلې لپاره بیا حمیدحسن، شراف الدین اشرف، طارق ستانکزي او وقار سلام خېل یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د سپين غر له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۶،۱ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.

د بندامیر لپاره حضرت الله ځاځي ۴۲، عثمان غني ۴۰ او لوبډلمشر اصغر افغان ۳۸ منډې جوړې کړې.

سپین غر ته قیس احمد، زاهدخان او افتاب عالم یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې غوره لوبغاړی اصغر افغان او سټایلیش لوبغاړی بیا حضرت‌الله ځاځی وټاکل شو.

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۱مه لوبه ماپښین دوې بجې د بُست او میس‌عینک لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ