سپورټ نړیوال کرکټ

د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې اصغر افغان بې ساری پرمختګ کړی

سمیع الله درانی

افغان لوبډلې تازه د بنګله دېش خلاف د سپټمبر په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ یواځېنۍ ټېسټ لوبه په بریا پای ته ورسوله او بنګله دېش ته یې په خپل کورکې په ۲۲۴ منډو ماته ورکړه.

په دغې لوبه کې ځېنو افغان لوبغاړو خورا شهکار رول ولوباوه، چې پکې د اصغر افغان، رحمت شاه زرمتي، ابراهیم ځدران، افسر ځاځي، راشدخان ارمان، ظاهرخان او نورو نومونه د یادولو وړ دي.

د دغو لوبغاړو ښو لوبو افغان لوبډله په ټېسټ لوبو کې تر لسم مقامه را ورسوله او له زِمبابوې یې دا ځای ونیو.

راشدخان او افغان لوبډلې پراخ ریکارډونه خپل کړل او نړۍ یې حېرانه کړه؛ چې تاسې په تېرکې په یاران وېب پاڼه کې ولوستل؛ اوس د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې هم بالرانو او هم توپ وهونکو ته مثبت خبر شته دی.

له بنګله دېش سره تر لوبې وړاندې په ټېسټ لوبو توپ وهونکو کې یواځې د یو افغان توپ وهونکي نوم و، چې هغه هم د رحمت شاه زرمتي و او درې نوي یم (۹۳) مقام کې و.

اوس د اصغر افغان ترڅنګ د ابراهیم ځدران نوم هم د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې راغلی دی او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.

اصغر افغان د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کې دواړو پاڼیوکې ۱۴۲ منډې وکړې او د درجه بندۍ په لېست کې یې خورا ستر ګام اخېستی دی.

هغه تر دري شپېتم (۶۳م) مقام رارسېدلی دی، نوموړي رحمت شاه زرمتی هم شاته پرېښی دی او ۴۸۴ نومرې یا رېټېنګ لري.

رحمت شاه زرمتي چې د بنګله دېش پر وړاندې ۱۰۲ منډې وکړې نو له درې نوي یم (۹۳) مقام څخه تر پنځه شپېتم مقامه رارسېدلی دی او نومرې یې بیا ۴۷۱ دي.

او ابراهیم ځدران بیا د توپ وهونکو په ډلبندۍ کې تر شپږ اویایم (۷۶ یم) مقام راغلی دی او نومرې یې هم ۴۲۶ دي، ده په یاده ټېسټ لوبه کې ټولې ۱۰۸ منډې وکړې.

د افغان الراونډرانو رېنکېنګ یا درجه بندي

په ټېسټ الراونډرانو کې له بنګله دېش سره تر لوبې مخکې د افغان لوبغاړو نومونه نه وو؛ خو د دې لوبې په پای ته رسېدو سره دوه افغان الراونډران د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې راڅرګند شول، راشدخان ارمان چې یوه یې نیمه سلیزه ووهله او دواړو پاڼیوکې یې د بنګله دېش ۱۱ وېکټې وغورځولې، په ټېسټ درجه بندۍ کې یې تر څلور دېرشم (۳۴ م) ځای رارورساوه، هغه په دې برخه کې ۱۰۱ نومرې لري.

محمدنبي عیسی خېل بیا په دې برخه کې په شپږ نوي یم (۹۶ یم) ځای کې لیکل شوی دی، د محمدنبي نومرې ۱۲ دي؛ دا دوه افغان لوبغاړي په ټېسټ لوبو الراونډرانو کې شامل او راڅرګند شول.

ټېسټ بالرانو کې د افغان لوبغاړو درجه بندي او ځایونه

راشدخان چې له بنګله دېش سره تر ټېسټ لوبې وړاندې په نهه شپېتم (۶۹ م) مقام کې و، اوس تر اووه دېرشم (۳۷ م) ځای رارسېدلی دی او نومرې یې ۴۵۹ دي.

یمین احمدزی چې مخکې دري پنځوسم (۵۳ م) مقام کې و، اوس تر یو پنځوسم (۵۱ م) مقام رارسېدلی دی، نومرې یې ۳۶۰ دي.

او محمدنبي عیسی خېل چې مخکې بیخي په ټېسټ بالرانو کې نه و، له بنګله دېش سره یې تر لوبې وروسته په ټېسټ لوبو توپ اچوونکو کې پنځه اتیایم (۸۵ یم) مقام ترلاسه کړی دی او نومرې یې ۱۸۰ دي.

د یوې لوبې بریا افغان لوبډلې او لوبغاړو ته په درجه بندۍ کې خورا ستره ګټه ورسوله او که دوه میاشتې وروسته له ویسټ انډیز ټېسټ لوبه وګټي، لا به لوبډله او لوبغاړي د پرمختګ پر زینه د هسک پر لور مزل چټک کړي.

د افغان لوبغاړو او لوبډلې د لا ځلېدو او بریا په هیله!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی