مارچ 5, 2021

اصغر: په هیواد دننه افغان لوبغاړو ته په سم ډول د تمرین کولو زمینه نه ده برابره

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستاند کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د ملي سپورټ سره په تازه مرکه وویل، په هیواد دننه افغان لوبغاړو ته دومره زمینه نه ده برابره، چې هر وخت کرکټ ته دوام ورکړې.
هغه زیاته کړه:
‹‹کله چې موږ تمریناتي کمپ په لاره واچوو، پر تېز توپ اچونکي ښه کار وکړو، نو چې کله بیا لوبغاړي کورونو ته ستانه شي هغه ډول خواري نه کوي او بیا بیرته بل کمپ ته خراب راستانه شي. لوبغاړي هم نه دي ملامت ځکه بدبختانه په هیواد کې د کرکټ دوام لپاره زمینه نه ده برابره تر څو دوی په دوامداره توګه تمرینونه وکړي. هڅه به مو دا وي چې زمینه ورته برابره کړو.››

د اصغر افغان مرکه


اصغر افغان په داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې ملې لوبډله د تېز توپ اچونکو له نه شتون سره مخ ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د زیمبابې پر وړاندې د افغانستان ماته او د خلګو غبرګونونه

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د دوو ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د زیمبابې څخه په لسو ویکټو سخته ماته وخوړه.   د لومړۍ ټیسټ لوبې بشپړ حال ... نور ولولئ