اصغر افغان: سږ کال زموږ اصلې موخه اسیا کپ ګټل دي!

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چي اسیا کپ کې که ښې لوبې ترسره کړو پایلوبې ته ځو او که پایلوبه هم ښه ولوبوو نو اسیا کپ ګټو.
اصغر افغان زیاته کړه، چي د روان تمریناتي کمپ موخه داده، چې افغان لوبغاړې د نړیوال جام او اسیا جام ترڅنګ راتلونکو سیالیو ته چمتوالی ونیسي.
اصغر وویل، چي د افغان کرکټ ملې لوبډلې موخه داده، تر څو په نړیوال جام او سیا جام کې ښه ولوبیږي.
هغه وویل:

«اسیا کپ او نړیوال جام ته دا تمریناتي کمپ موږ په لاره اچولی باید موږ ځان اماده وساتو. په اسیا کپ کې زموږ هدف دادی، چي ښې لوبي ترسره کړو، ټیمونو ته ماته ورکړه. د افغانستان سلو توپ اچونکي ډېر قوي دي، نو د همدې په مټ موږ کولای شو اسیا کپ کې ښې لوبې ترسره کړو، که ښې لوبې ترسره کړو د ګټلو امکان یې شته.»

د افغان کرکټ ملې لوبډلې ۲۴ لوبغاړو تېره اونۍ کابل کې راتلونکو سیالیو ته د چمتوالی په موخه یو میاشتنی تمریناتي کمپ پیل کړ.
د اصفر افغان ترڅنګ بورډ هم ویلې، چي د دې تمریناتي کمپ موخه د اسیا کپ او نړیوال جام ترڅنګ راتلونکو سیالیو ته چمتوالی نیول دي.
افغان کرکټ ملې لوبډله به د زیمبابې کرکټ بورډ په حواله راتلونکې جولای میاشت د ۵ شل اوریزه سیالیو په موخه زیمبابې ته سفر وکړي.
اسیا کمپ په سپټمبر میاشت کي د افغانستان په ګډون د هندوستان، سریلانکا، پاکستان او بنګله دېش هیوادونو ترمنځ اټکل شوی.
د کرکټ نړیوال جام د اکتوبر میاشتي له ۱۸مې بیا د نومبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې اټکل شوی، خو د ترسره کېدو په اړه یې راتلونکې جولای میاشت پرېکړه کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.