پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

د مصر خورا مشهور او د ډېرو ستنو لرونکی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د الازهر جومات د مصر تر ټولو مشهور او پخوانی مسجد دی، چې د محمد العربي لخوا د مصر له فتحې وروسته په ۹۷۰ م کې په قاهره کې جوړ شوی دی.

دا چې په قاهره کې تر ټولو لومړنی جومات دی، نو له همدې کبله ورته د مصر جامع جومات هم ویل کېږي. د الازهر جومات د نړۍ تر ټولو ډېر پایې لرونکی جومات بلل کېږي، چې لمونځ کوونکي د قبلې په طرف پر پنځو لویو قطارونو باندې وېشي.

لویه ګنبده یې د قبلې پخوا کې موقعیت لري، چې په ۹۰۵ هـ ق کې جوړه شوې ده.

د ۲۰۰ م د کوچني اختر یوه ویډ‌یو؛

د عثمانيانو په دوره کې د جومات د قبلې دېوال د جومات د پراخوالي لپاره له خپل ځای څخه لرې او مخ ته یوړل شو.

جومات په خپله شاوخوا کې ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري. کتاب خانه، علمي مرکزونه او پوهنتون یې مشهور اړوند ملحقات دي. د جومات اړوند، پوهنتون کې تر ډېره دیني علوم لکه، فقه، حدیث او تفسیر تدریسېږي، چې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه محصلین په کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د ۱۹مې پېړۍ په اخرو کې د شیخ محمد عبده لخوا د جومات په څنګ کې یو لوی کتاب خانه هم جوړه شوه، چې اوسمهال لږ تر لږه نیم میلیونه ټوکه کتابونه لري.

دغه کتابتون په مصر کې له (دارالکتب المصریه) وروسته دویم لوی کتابتون دی.

د الازهر له جومات څخه یوازې د یوه عبادت ځای په توګه کار نه اخیستل کېږي، بلکې د فتواوو صادرلو لوی مرکز هم بلل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ