د اسد الله ولوالجي کورنۍ د چاودنې ښکار شوه

لیکنه: ملیحه ناصري

د افغان لیکوال او شاعر اسدالله ولوالجي کورنۍ پرون د جمعې پر ورځ ۱۳۹۹.۳.۳۰ د چاودنې ښکار شوه. دا پېښه پرون ماښام ۰۷:۴۸ وشوه چې له امله یې د نوموړې مېرمن او لور یې شهیدان او د کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شول.
پېښه د کابل پغمان ولسوالۍ (عینو) سیمه کې شوې ده. د ښاغلي ولوالجي په (لنډکروزر) موټر پسې مقناطیسي بَم نښلول شوی و چې بالاخره مخالف یې خپلې موخې ته ورسېد،خو خپله ولوالجي په موټر کې نه وو، د دې پېښې مسوولیت تر اوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.
د ولوالجي لور آلتن آی له (امید) ښوونځي فارغه وه. اوسمهال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي څانګې د دویم سمسټر محصله وه. د دې تر څنګ پر نقاشي هم پوهېده او نقاشي یې کوله.

اسدالله ولوالجي افغان لیکوال او شاعر د افغانستان ازبیک قام ته منسوب، پلار یې محمد امین پر (وکیل عمک خان) مشهور و. دی په ۱۳۳۳ل. ل د تخار په رستاق ولسوالۍ کې وزېږېد.
لومړنۍ زده‌کړې یې د تخار په رستاق او دشت قلعه او ابتداییه دوره یې د کابل په بي بي مهرو کې پای ته ورسولې. وروسته حربي لېسې ته ولاړ او په ۱۳۵۲ل.ل کې ترې فارغ شو. ۱۳۵۳ل.ل کې حربي پوهنتون ته دننه او په ۱۳۵۵ل.ل کې یې د فراغت سند ترې واخیست.
۱۳۵۵ – ۱۳۷۰ ل.ل پورې یې دفاع وزارت کې یې دنده وکړه . د ۱۳۵۷ کال د غویي له میاشتې تر چنګاښ میاشتې د امین تره کي، ۱۳۶۱ له وري نه د ۱۳۶۵ تر لړم میاشتې د ببرک کارمل او ۱۳۷۰ له زمري د ۱۳۷۱ تر غویي میاشتې د ډاکټر نجیب الله په وخت کې د سیاسي تورونو له امله په پلچرخي زندان کې بندي شوی و.
ښاغلي ولوالجي په دري او ازبیکي ژبو شعر وایه او ګڼې مقالې یې له همغه وخته د افغانستان په معتبرو چاپي رسنیو کې چاپ او خپرې شوې وې. تر ۱۳۹۲ل.ل پورې یې ۲۵ کتابونه ولیکل چې پر بېلابېلو موضوعاتو څرخېدل.

هغه دندې چې تر اوسه یې کړې وې:

۱-  ملي پوځ سرتېری؛
۲-  د اندیشه په نامه خپلواکې خبرپاڼې مدیر مسوول؛
۳-  د‌‌ امیر علي شېر نوایي د فرهنګي انجمن سرپرست؛
۴-  د اضطراري لویې جرګې د تدویر د خپلواک کمیسیون غړی؛
۵-  د بشر حقونو د مستقل کمیسیون د څېړنو او مطالعاتو د کمېټې غړی؛
۶-  د مدني ټولنې د مجتمع د بورډ غړی او په افغانستان کې د مدني ټولنې له بنسټګرو و؛
۷-  د افغانستان د بشري اړوند د راپور جوړونې د کمیسیون غړی؛
۸-  په کابل کې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر د ښوونې او روزنې څانګې غړی؛
۹-  د قلم افغانستان د انجمن رییس او بنسټګرو و؛
۱۰-  د توران مدني ټولنې د بنسټ رییس؛
۱۱-  د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند؛
۱۲-  په افغانستان کې د مدني ټولنې د بنسټونو د همغږۍ رییس؛
۱۳-  د افغانستان د سولې د مشورتي جرګې د جوړولو د کمیسیون غړی؛
۱۴-  د حق او عدالت ګوند معاون.

اثار یې دا دي

۱-  قطاع الطریقان، آدم ربایان و آقابلی ها؛
۲-  از اعلیحضرت محمد ظاهر شاه تا استاد برهان الدین؛
۳-  ترک صفتی یا ترک فریبی؛
۴-  وزیر محمد گل مومند و کارکردهای او؛
۵-  ژورنالیزم مبرا از توهین، تحقیر او عقده گشایی؛
۶-  طالبان از کجا آمدند و تا کجا خواند رفت؟؛
۷-  نگرشی پیرامون جرگه و قبایل پشتون؛
۸-  انگلیس مابی, روسی بودن یا امریکایی شدن؟؛
۹-  نام باستانی سرزمین ما توران است؛
۱۰-  فانوس بر درگاه شب (شعري ټولګه)؛
۱۱-  مهر و مصحف ( شعري ټولګه)؛
۱۲-  با تو بهار میرسد ( شعري ټولګه)؛
۱۳-  روسها از چه مجرای تاریخي وارد افغانستان شدند؟؛
۱۴-  در صفحات شمال افغانستان چی می گذشت؟؛
۱۵-  آیا قوای نظامی اتحاد شوروی از افغانستان خارج ساخته شد؟؛
۱۶-  صفحات شمال افغانستان د فاصله بین طرح و تحقق برنامه خروج ارتش اتحاد شوروی؛
۱۷-  مرور بر مشخصات جامعه افغانی؛
۱۸-  آغاز و تداوم اختلافات میان احمدشاه مسعود و جنرال دوستم؛
۱۹-  خروج جنرال دوستم و سقوط داکتر نجیب الله؛
۲۰-  لویه جرگه اضطراری بخش اول، جلد اول؛
۲۱-  دموکراسی و جامعه مدنی در افغانستان؛
۲۲-  پارلمان دیموکراسی و آزادی؛
۲۳-  پیشینه طرز حکومت، اداره و انتخابات، در افغانستان ( بخش اول)؛
۲۴-  معاهده دیورند او پیامد های آن؛
۲۵-  اینجا ایران شرقی نیست.

درې نور اثار یې دا دي

۲۶-  نقش دین در کاهش استبداد،
۲۷-  قانون چیست،
۲۸-  مرور بر سیر تحول زنده گی معاصر زنان افغانستان.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ