اپریل 16, 2021

اسدالله خان؛ لومړنی افغان چې د یوې بهرنۍ لوبډلې روزنه به وکړې

Advertisements

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي اسدالله خان د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې د ډیکن ګلډیټرز لوبډلې سره د روزونکي په موخه تړون لاسلیک کړ، چې په دې سره لومړنی افغان شو، چې د یوې بهرنۍ لوبډلې روزنه به وکړې.
د راپورونو له مخې اسدالله خان د افغان کرکټ ملې لوبډلې د  لوبغاړي ترڅنګ، د ملې او ۱۹ کلنو لوبډلو د روزونکي، د ملې لوبډلې ویډيو انالیست او د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییه رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي.
په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز شاملې دي.
یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم «بولي» کې ۱۵ افغان لوبغاړي واخیستل شول.
لس اوریزه لیګ کې اخیستل شوي لوبغاړي
محمدنبي، شهزاد محمدي، قیس‌احمد، رحمن‌الله ګربز، مجیب ځدران، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق، فضل احق، عظمت‌الله عمرزی، حضرت‌الله ځاځی، درویش رسولي، نجیب‌الله ځدران، وقار سلام خېل، کریم جنت او ظاهرخان.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ