بریا او پرمختګ پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

په کار کې د ارزښتمن کېدلو لپاره څلور سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ځینې کسان تل هڅه کوي چې په کار ځای کې له ځانه ډېره زیاته انرژي او فعالیت ښکاره کړي، د دې موخې لپاره، په هر کار کې داوطلب کېږي یا حتا هڅه کوي، چې په ټولو پروژو کې ګډون ولري، په دې حالت کې، هغه څه چې تمه یې لري، نه یې شي ترلاسه کولای.

ښایي څو څو ځله په بېلابېلو ناستو کې ګډون او نظر وړاندې کړو یا له خپلو همکارانو سره مناسبه اړیکه ټینګه او ټول کارونه په وخت سره ترسره کړو، خو بیا هم وینو لکه څنګه چې باید په خپله دنده کې پرمختګ وکړو، نه مو دی کړی او مدیران راته پام نه کوي.

په دې وخت کې هرومرو زموږ په کار کې کومه تېروتنه شته، چې اجازه نه ورکوي، پرمختګ وکړو. ښایي ځینې خنډونه مو له کنټرول څخه بهر وي، خو له څو ساده تګلارو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شو، د دې ستونزو له رامنځته کېدلو څخه مخنیوی وکړو او په کار ځای کې خپل ارزښت زیات کړو.

دا څلور تګلارې عبارت دي له:

۱ ـــ له هیچا سره کینه مه کوئ

ښایي تاسو په خپل کار ځای کې یو مسلکي او مؤدب کارمند وئ، خو ښایي ځینې کسان مو خوښ نه شي او هڅه وکړئ، چې له هغوی سره هېڅ اړیکه ټینګه نه کړئ.

کارپوهان وایي، د یوه همکار په اړه د منفي احساس لرل، مخکې تر دې، چې مقابل لوري ته زیان ورسوي، خپله فرد ته زیان اړوي. کینه‌کښ اوسېدل کولای شي پر تاسو باندې ډېره زیاته منفي انرژي تحمیل کړي، په داسې حال کې، چې کولای شئ، له هغې د مثبت کار د ترسره کولو لپاره ګټه واخلئ.

که وکولای شئ، چې خپلې اړیکې کنټرول کړئ، نو به وکولای شئ، چې ستونزې حل کړئ او دا زده کوئ، چې له هر څه څخه شخصي اخیستنه ونه کړئ. دا مسئله ستاسو لپاره یوه ارزښتمنه مدیریتي وړتیا ګڼل کېږي او کولای شي له تاسو سره په حساسو خبرو اترو کې مرسته وکړي.

۲ ـــ کم مسؤولیتونه پر غاړه واخلئ

کله وخت د دې لپاره، چې غواړو په کاري چاپېریال کې خپل ارزښت، خپل مدیر ته ثابت کړو، له کوم دلیل پرته ډېر زیات مسؤولیتونه پر غاړه اخلو، دا مسئله د دې سبب ګرځي، چې ونه شو کولای ټولې دندې په ښه توګه ترسره کړو.

په دې وخت کې باید ووینئ، چې له مسؤولیتونو څخه کوم یو یې ډېر زیات ارزښت لري او په ترسره کولو پسې یې لاړ شئ، ښایي اړ شئ، چې ډېرې زیاتې کنایې واورئ، خو بیا هم غوره ده، چې یوازې هغه دندې پر غاړه واخلئ، چې په کافي وخت کې به وکولای شئ، په سمه توګه یې ترسره کړئ.

۳ ـــ یوازې کارمند مه اوسئ، بلکې د ټیم غړی هم و اوسئ

ښایي خپلو شاوخو پېښو ته کمه توجه ولرئ او په پای کې په هغه کارمند باندې بدل شئ، چې یوازې د خپلو ناڅیزه دندو د ترسره کولو په لټه کې دی، په دې وخت کې باید ټیمي تفکر د کارمندي تفکر ځای ناستی کړئ.

کله وخت اړینه ده، چې د شرکت د ګټو په فکر کې و اوسئ، فعالیت مو د ډلې د غړي په توګه، په سمه توګه ترسره کړئ او خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې له شرکت سره مرسته وکړئ.

۴ ـــ په کاري چاپېریال کې مدیریت مه هېروئ

تل کله چې د مدیریت کلمه اورو، نو په ذهن کې مو یو لوړ پوړی فرد رول جوړوي، چې د نوي کارمند فعالیت مدیریت کوي؛ خو باید په دې باندې پوه شئ، چې مدیریت د افرادو له مقام سره هېڅ تړاو نه لري او موږ هم کولای شو په وخت غوښتنو او منطقي خبرو سره، له خپل مدیر سره خپله اړیکه مدیریت کړو.

د مدیر په تړاو د مدیریت یوه تګلاره داده، چې خپلې دنده ایزې او مسلکي موخې تعریف کړئ او د دندو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه، څو څو ځله له هغه سره خبرې وکړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ