افغانستان سوله سیاست سینما او موسیقي مخکښان

اريانا سعيد: طالبانو ته په قطر کې کنسرت ورکوم

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

سندرغاړي او د بشر د حقونو فعالې اريانا سعيد ويلي چې که طالبان وغواړي په قطر کې کنسرت ورکوي.

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انيستېتوت او نوروز راديو په جوړه سوې انلاين غونډه کې چې ” د افغانستان سوله او د ښځو حقوق” تر عنوان لاندې جوړه سوې وه ،د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې تر تړون وروسته د ښځو د حقونو د ساتنې او د دوی په وړاندې د تهديدونو په اړه بحث وسو.

دې غونډه کې د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشرحقوقو رئيسې ناهيد فريد، د انګلستان د ماليې وزيرې او د پارلمان غړي اناليز دادز ، د افغانستان د بشرحقوقو خپلواک کميسون رئيس شهرزاد اکبر ، د سکاټلينډ د پارلمان پخوانۍ غړې آن مک تاګارت، په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر مرستيالې آلیسون دويدان،څانګې صديقي او د بشر د حقونو فعالې او سندرغاړې اريانا سعيد ګډون کړی وو.

د غونډې د ګډونوالو ترڅنګ اريانا سعيد هم خپل نظر وړاندې کړ او دا هيلمندي يې وښودله چې طالبان د خپل پخواني رژيم په څېر نظر او مفکوره ونلري.

اريانا ويلې چې په تېرو دوو لسيزو کې افغان مېرمنې ډېرې لاسته راوړنې لري او طالبان نسي توانېدلای چې د تېر په څېر هغوی له منځه يوسي،هغه وخت رارسېدلی چې ښځې د يو بل په مرسته د وروستيو دوو لسېزو لاسته راوړنې وساتي.

دې زياته کړه چې طالبانو اسلام ډېر سخت تعريف کړی او افراط پکښې کوي ،خو د عربستان اسلام تر ډېره حده د تفرېح او سندرو ويلو سره ستونزه نلري.

اريانا سعيد وايي طالبان بايد د ښځو د حقونو په اړه خپل نظر واضح کړي، ځکه د دوی خبرې ګوونګې دي،ددې په خبره که د طالبانو خوښه وي زه ورته کنسرت جوړوم او سندرې ورته وايم.

دا وايي که طالبان ورته وخت ورکړي د دوی سره خبرې کوم او د دوی خبرې هم اورم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ