ارين خان د محبس څخه د سردار سعید د ازادېدلو غوښتنه کړې

د فلمي نړۍ مشهور اداکار او د پاپ موسيقۍ سندرغاړي ارين خان د نورو افغانانو سره يوځای د سندرغاړي سردار سعید د خوشي کېدو غوښتنه کړې.

سردار سعيد د تېرو دوو کلونو راهیسې په پلچرخي زندان کې شپې ورځي تېروي خو لا یې هم د بند موده پوره کړې نده.

د افغان موسیقۍ مینوال وايي چې له وسلوالو طالبانو رانيولې د هرې کټګورۍ بندیان خوشي سويدي خو د سردار سعید سره چې تل یې د حکومت او نظام په ملاتړ سندري ويلي ،توپيري چلن کېږي.

ارين خان د یاران سره په مرکه کې ويلي چې سردار سعيد کورنۍ لري او ژوند لري،فاميل او ټول ماشومان یې د ستونزو سره مخ دي.

دی وايي:

(( قانون ته احترام لرو غلط کار ښه نتیجه او انجام نه لري

افغانان مو ډیر کړاو سره مخ دې هیله کوم له شخصې دښمنئ او بد بینئ تیرشئ

بې ځایه غرور او غیرت زمونږ افغانان په خاصه توګه پښتانه درپه دره کړې دي

که یو چاته ښه نشئ رسولئ بد هم مه رسوئ همدا انسانیت دی همدې کې مو وقار او عزت خوندی پاتې کیږيچاته دسیسه جوړول هم جرم دی د یو چا ژوند ته صدمه رسول لویه ګناه ده))

ارين خان همدارنګه پر خپلې فیسبوک پاڼې ليکي:

(( هنر او هنرمند مه زنداني کوئ؛ سردار سعيد له بنده ازاد کړئ

حکومت دې اسناد له ملت او ټولو هنرمندانو سره شريک کړي، کنه يو بې ګناه سندرغاړي دې په زندان کې نه ساتي.

افغان سندرغاړي سردار سعيد چې له تېر يو نيم کال راهيسې په زندان کې دى، وايي د يوې دسيسې په اساس ونيول شو او اوس يې هېڅوک د پوښتنې نشته.

هغه وايي چې ځينو کسانو ورسره شخصي ستونزه درلوده او د هغوى د دسيسې په لړ کې زنداني شو، نور نه ثبوت شته، نه يې کوم جرم کړى.

زه شخصآ قانون ته احترام لرم که سردار سعيد کوم داسې لوى جرم کړى وي، نو هيله من يم چې حکومت دې اسناد له ملت او ټولو هنرمندانو سره شريک کړي، کنه يو بې ګناه سندرغاړي دې په زندان کې نه ساتي.

په داسې وطن کې چې غټ غټ قاتلان او مجرمان په کې په عزت ژوند کوي، د يوه بې وسه هنرمند زنداني کول، د قانون، ارزښتونو او هنر توهين دى.))

پر ټولنیزو رسنیو د سردار سعید مینوالو هم له حکومت څخه غوښتنه کړې چې نوموړی خوشي کړي او خپلي کورنۍ ته دې یې وسپاري.




وروستي مطالب