Advertisements
سینما او موسیقي

ارين خان: د باليووډ د خانانو چوپتيا د خفګان وړ ده!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

افغان سندرغاړی او فلمي لوبغاړی ارين خان وايي په هند کي د مسلمانانو سره د ظلم په اړه د باليووډ د خانانو چوپتيا د خفګان وړ ده.

هندوستان کي د تابيعت اخيستلو په اړه د نوي قانون تر انفاذ وروسته هندي مسلمانانو لاريونونه شروع کړه ، یاد قانون يې د مسلمانانو سره دوه ګونی چلند وباله،چي تر اوسه د شخړو له کبله تر ۵۰ ډير کسان پکښې وژل سوي.

په نوي قانون کي راغلي چي د نورو هيوادونو مسلمان اتباع نسي کولای چي د هند تابعيت واخلي خو د نورو دينونو د پيروانو لپاره يې د تابعیت قانون اسانه کړی.

د هندوستان حکومت هم د مسلمانانو سره د هندوانو پر ظلمونو چپ پاته دی او هيڅ ډول اقدام يې ندی کړی.

هندوانو د مسلمانانو ۱۰ مسجدونه سوځولي همدارنګه د مسلمانانو کورونو ته يې هم اورونه اچولي دي.

ارين خان پر خپلي فيسبوک پاڼي ليکي: “هنرمندان د قام او ملت سترګې دي خو کله چې دوى په سخته کې خپل ولس هېروي او يوازې د تجارت غم ورسره وي، دوى به ستر هنرمندان وي، خو ستر انسانان نه دي.

د ارين خان مطلب د باليووډ مشهوره اداکاران شاهرخ خان، عامر خان او سلمان خان دي،چي تر اوسه يې پدې اړه هيڅ دريځ ندی څرګند کړی.

که څه هم د نړۍ اسلامي هيوادونو د هندوستان د حکومت څخه غوښتنه کړې ترڅو پر هندي مسلمانانو د ظلمونو څخه لاس واخلي خو لاهم هره ورځ د هند په بیلابيلو سيمو کي د مسلمانانو په وړاندي تاوتريخوالی ادامه لري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ