مارچ 8, 2021

ارين خان: ملي راډيو، ټلوېزيون د وړتيا پرځای شخصي ملګرتيا پالي

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
د افغان سېنما ستوری او د پاپ موسيقۍ سندرغاړی د افغانستان ملي ټلوېزيون د رئيس له کړنو خواشنی ښکاري.
ارين خان پرخپلې فيسبوک پاڼې او ياران ته په لېږل سوي متن کې د ملي راډيو ټلوېزيون په رئيس محمد اسماعيل مياخېل باندې نيوکې کړي.
ارين خان ليکي:
“#اریان_خان ملي سټېج د ملي احساساتو ځپل؛
ښاغلی مياخېله دا د څه روان کړي؟
متاسفانه ته د دې پرځای چې استعداد وپېژنې چې څوک باید کوم سټیج کې وي او پرفارمنس او اجرا ولري، شخصي ملګرتیاوې پالې
د پردې ترشا واک د ډېرو د هغو خلکو په لاس کې دی چې له هنر او فرهنګ سره خيانت کوي او پرون یې هم زما کړي کار او احساس ته سخته ضربه راکړه چې په عمر به مې هم د د ښاغلي میاخېل دا ناځواني هېره نه شي.
‏‎په پوره ډول د دې صدمې عاملين د فرهنګي برخې مسولین دي چې د هنر په برخه کې بې توجه او بې
اعتنا دي او د مستعد او حقداره هنرمند حق خوري.
دا ځل مې ځانګړى ملي هنری کار چمتو او د خپلواکۍ په ویاړ یو ملي سرود (یو غږ او یو ملت) جوړ کړ چې پکې تاریخې ټکي او شعارونه او د امان الله خان په یاد کې دي.
ما د خپلواکۍ جشن لپاره ځانګړی ملي سرود، د امان الله خان په یاد پوره پکېج، شعارونه، غږیزه او انځوریزه ویډیو جوړه کړې وه، د غني افغانستان سرود هم راسره وه او وطن ته مې نورې ملي ترانې جوړې کړې وې، مياشت مخکې کابل ته راغلم او تاسې ښاغلي میاخېل ته مې مستقیم او غیرمستقیم احوال درکړ چې دا ملي او هنری اثر ته ځای ورکړه چې ولس ته ېې وړاندې کوم.
له تاسې سره له یوې هفتی خبره شوې وې چې زما د ملي ترانو لپاره به پروګرام کې وخت راکوئ خو ما لکه چې په ارګ او نورو برخو کې واسطه او ارتباط نه درلود، زما لکه چې چاپلوسي نه وه زده، ځکه زه نن هغه څه تماشا کوم چې د دې لياقت نه لري چې په ملي جشن کې خپاره شي.
زما د نویو او نوښتګرو ملي کارونو لپاره ځای نشته خو د څو کاله پخوانیو تکراري سندرو لپاره ځای شته، د زنانه وو موډلېنګ ته ځای شته او نورو خبرو ته وخت شته خو زه چې ستا ملګری نه یم، زما د و‌‌ډيوېې کلیپ نندارې ته وخت نشته.
ملي تلويزيون ستاسې شخصي او انحصاري تلويزيون نه دى چې هر څه به ستاسې په خوښه کېږي، دا د ټول ملت تلويزيون دى او زه هم حق لرم چې د وطن لپاره شوى کار مې ولس ته وړاندې کوم، زه خو دا سندرې د شخصی ټلویزیونو یا کوم تجارت لپاره نه جوړوم، زما دا ويډيو‌ د خپلواکۍ جشن لپاره مناسبتي وه، زه دا ټولې خوارۍ او قربانۍ د خپل ولس او وطن لپاره يې کوم خو کله چې داسې راسره کېږي، زښته ډېر ناهیلی کېږم او که زه دا انتقاد نن ونه کړم، سبا دا جفا او بې توجه يي له کوم بل مستحق هنرمند سره هم کېږي.
متاسفانه ته د دې پرځای چې استعداد وپېژنې چې څوک باید کوم سټیج کې وي او پرفارمنس او اجرا ولري، شخصي ملګرتیاوې پالې، زه له لرې لارو وطن ته صرف په دې خاطر راغلم چې د هنر او وطن لپاره شوې خوارۍ نندارې ته وکړم، خو تاسې سترګې پرې پټوئ او له ملي تلویزیون څخه مو د انډیوالانو ګروپ جوړ کړی، دغسې کارونه د هنر ملا ماتوي.
مياخېل صيب تاسې سره د د وطن هنرمندانو د احساساتو او استعداد قدر نشته، ځکه خو دا هر څه کوئ، متاسفانه زه وینم چې داخلي هنرمندان دې پریښي او بهرني خلک تشویقوې او تصمیم لرې چې بهرني سیریالونه هم ملي تلویزیون ته واخلې چې دغسې د سینما فاتحه هم واخلې، ته چې هنرمندانو ته کار فرصت نه برابروې او بهرني شیان ورته را ژباړې، نو دا شته هنرمندان څه وکړي؟ ته په ملي تلویزیون کې بهرني سریالونه او کلچر ښيې، نو دا په څه ملي تلویزیون شو؟
متاسفانه د پردې ترشا واک د ډېرو د هغو خلکو په لاس کې دی چې له هنر او فرهنګ سره خيانت کوي او پرون یې هم زما کړي کار او احساس ته سخته ضربه راکړه چې په عمر به مې هم دا ناځواني هېره نه شي.
‏‎په پوره ډول د دې صدمې عاملين د فرهنګي برخې مسولین دي چې د هنر په برخه کې بې توجه او بې
اعتنا دي او د مستعد او حقداره هنرمند حق خوري.
له دې سره هم ما د سوداګريزو رسنيو له لارې خپل کارونه نندارې ته وړاندې کړل خو:
بورا به خداى په ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نيمګړى نيت مې ژړوينه
په درنښت”.
ارين خان ياران ته وويل: “زه د خپل هيواد سره رښتنې مينه لرم،د پرمختګ لپاره يې ځان ستړی کوم،امتياز نغواړم ، خو غواړم د يو ايمانداره هيوادپال هنرمند وپېژندل سم،زموږ ولس دردېدلی دی،استعمال سوی دی او هر ډول قرباني يې ورکړې خو زه به د هر افغان د پوهې لپاره نوښتګر قدمونه اخلم او دوی به شعوراً پوهوم”.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ