مارچ 8, 2021

ارين خان: ځيني انسانان نه تکرارېدونکي دي!

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
ارين خان وايي ځيني انسانان پدې خاوره بيا نه تکرارېږي.
افغان فلمي ستوري ارين خان د پښتو ژبې د پياوړي ليکوال اکاډمېسن سلېمان لايق د مرګ په اړه خپل احساسات شريک کړي او نوموړی يې د افغانستان لپاره ستره ضايع بللې.
خان وايي د انسان قدر بايد په ژوندينه وسي او وستايل سي، ځکه هيڅوک د خپل استعداد سره نړۍ ته بيا ځلي نه راګرځي او ترمرګ وروسته يې يادونه او توصيف هيڅکله د هغه تشه نسي ډکولای.

ارين خان ليکي: ” ځينې انسانان پدې خاوره بیا نه تکراریږي
د افغان سياستوال او د پښتو او دري ژبو د شاعر، ليکوال او څېړونکي اکاډيمسين سليمان لايق مرګ د افغانستان او ادبياتو لپاره لویه ضایع او تشه ګنم.
د دې ستر انقلابي او وطندوست انسان تشه به هیڅکله ډکه نشي او نه به دا بې بدیله لایق پدې خاوره کې بيا تکرار شي، روح یې ښاد او یاد یې تل ژوندی.
انالله و انا الیه راجعون
زما هډوکي به لا فخر کړي په ګور کې
و مې نه ليکل د سپيو صفتونه”.
سلېمان لايق چې له څه مودې راهيسې ناروغه وو د ٩٠ کلونو په عمر يې له دې نړۍ څخه د ابد لپاره ستړګې پټې کړې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ