ارين خان د ډاکتر نجيب په اړه مستند فلم جوړوي.

خبريال: مدثر دعوت
د افغان سينما مشهور لوبغاړی او د پاپ موسيقۍ سندرغاړی ارين خان د ډاکتر نجيب الله په اړه مستند فلم جوړوي.
د ياران سره په مرکې کي ښاغلي ارين خان وويله چې دی پلان لري تر څو د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله په اړه په واقعي کيسې جوړ فلم باندي کار پيل کړي.
ارين خان وايي:؛ شهيد ډاکتر نجيب الله د افغانستان يو نه تکراريدونکی ولسمشر وو،مړينه يې د افغانستان لپاره نه تکراريدونکې ضايع وه خو موږ افغانان يې په قدر نه پوهيدولو ،که هغه ژوندی وای افغانستان به د نړۍ سيال وای او هيڅ هيواد ته به مو اړتيا نه درلودای،موږ به په فرهنګ،ژبي ،زده کړو او پرمختګ کي د سيمي ترهيوادونو پياوړي او بې ساري وای”.

خان وايي په ځلونو تاريخ پرموږ تکرار سو،خو موږ بياهم خپلو تيروتنو ته دوام ورکوو او وياړ پرې کوو،خپل وطنوال او مشران سپکوو او وژنو يې خو د پرديو لاسونه ښکلوو،زموږ خلکو تل خپل اتلان د مرګ وروسته پيژندليٍ چي دا ددوی په حق کي ظلم او د افغانستان د وروسته والي او بربادۍ لوی لامل دی،راتلونکی نسل بايد زموږ اتلان وپيژني ترڅو په اينده کي پرموږ څوک اشتباه او تيری ونکړي او تاريخ بيا تکرار نسي.
ارين خان ياران ته وويل چي ژمنه کوم د يو بامسوليته هنرمند په توګه د وس او امکاناتو په شتون کي حتما د افغانستان د فقيد ولسمشر ډاکتر نجيب الله وقار، وفا او افغانيت د لمانځني په خاطر پر يو ستر هنري تاريخي فلم کارکوم، زه د پرديپالو او جنګسالارانو د نسل څخه نه ويريږم او د ارواښاد ډاکتر نجيب الله روح ته هغه ټپه ډالۍ کوم چي خپل يو ملګري ته يې په ليک کي ليکلې وه.
(( په لاره ځم ټوله شرنګيږم/ستا د تهمت ځنځير په غاړه ګرځومه.))

دی وايي غواړم د ځينو خلکو ګمان هم ورختم کړم چي ډاکتر نجيب الله خاين نه وو،هغه په وطن مين شخص وو، اوس وخت کي د ظالم،بدماش او داسي نورو قدرداني کيږي خو پر شهيدانو او اتلان د کفر ټاپې وهل کيږي،موږ په تور تاريخ کي ژوند کوو،سل کلونه وروسته پاته يوو،او نسلونه به مو دا ارمان کوي چي موږ يو ښه شخص له لاسه ورکړی،ډاکتر نجيب الله يې مکمل سياست مدار او پياوړی وطن دوست شخصيت ياد کړ،او له افغان دولت څخه يې غوښتنه وکړه چي مقبره يې په بنسټيز ډول ورغوي.
ارین خان دافغانستان د سینما، تیاتر او د پاپ موسیقۍ نړیواله څهره ملي او انقلابي هنر مند دی چي تل يې د افغانانو د ویاړ، وقار، حق، امن، آزادۍ د جوش او جزبې د. پارولو آواز پورته کړی او د اصیل فرهنګ نمايندګي يې کړې.
خان وايي چي ټول هيواد پوهيږي چي زه په وطن مين يم نو ځکه مي د اتلانو سره مينه ده او غواړم چي خلکو ته يې رښتنی انځور وړاندي کړم،دده په خبره غواړي چي د دوه نيم ساعتونو په شاوخوا کي فلم جوړ کړي او د افغانستان په سينما کي يو انقلاب رامنځته کړي.

محمدنجيب الله په ۱۳۲۵ کال د زمري مياشتي په پنځلسمه نيټه د کابل په مرادخانيو کي وزيږيدی او په ۱۳۵۷ کال د ميزان مياشتي په پنځمه نيټه کابل ته د طالبانو د لښکر د ننوتلو سره سم د خپل ورور جنرال احمدزي سره يوځای په خورا وحشيت سره ووژل سو او جسد يې د کابل په اريانا څلور لاري کي په دار را وځړول سو.
د رواني می مياشتي په ۲۶مه نيټه د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب پکتيا ولايت ته تللی وو،چي د خپل سفر په ترڅ کي د ډاکتر نجيب الله او ورور احمدزي مقبرو ته هم ورغلی وو او ددوی روح ته يې دعا وکړه چي د پکتيا والي شميم کټوازی هم ورسره ملګری وو.
دا پداسي حال کي ده چي په تيرو ۲۰ کلونو کي دا لومړی ځل دی چي د حکومت يو لوړپوړی چارواکی د ډاکتر نجيب الله مزار ته ځي او د خلکو د تود هرکلي سره مخ کيږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راپورونه: ډیویلرز به راتلونکې میاشت ملې لوبو ته راوګرځي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډله راتلونکې جون میاشت کې د ویسټ انډیز هیواد په کوربتوب د یادې لوبډلې سره دوې ټیسټ او پنځه بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوي، چې په همدې موخه راپورونه ... نور ولولئ