رسنۍ سینما او موسیقي

ارین خان: د افغانستان رسنۍ خاینې دي، پردي کلتورونه رایجوي !

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

افغان مشهور هنرمند او سينمايي لوبغاړی ارين خان د افغانستان د رسنيو څخه ناخوښه دی.

ارين خان چي د کلونو کلونو راهيسي په افغان سينما کي کار کوي، په ږغ،هنر او کارګردګۍ باندي يې هر څوک باور لري د خپلي فيسبوک پاڼي له لاري يې پر افغان رسنيو يو شمير انتقادونه کړي.

ارين خان وايي افغانستان کي ټولي رسنۍ د نورو هيوادونو کلتور او فرهنګ خپروي،پردۍ نظريې رواجوي، هيڅ ډول او په هيڅ حالت کي د خپلي ټولني په غم کي ندي او بې کفايته يې بولي.

نوموړی وايي د پرديو سريالونو خپرول ددې لامل سوی چي افغان سينما په ټپه ودريږي،او د خپل هيواد د کلتور، فرهنګ او هنر پرځای دداسي نړۍ سينما ته پرمختګ ورکوي چي زموږ د ځوانانو او خلکو لپاره زهر دي.

ارين خان د افغان رسنيو له لوري د بهرنيو سريالونو او فلمونو خپرول د هيواد او خلکو سره خيانت بولي او د بنديدو غوښتنه يې کړې.

د خان په نظر د پرديو سينماګانو د خپرونو د بندښت لپاره بايد يو ملي کمپاين په لاره واچول سي،داسي لکه د کالدارو د بندښت لپاره چي په دې وروستيو کي په خورا لوړه سطحه کمپاين ترسره سو او نه يې ورته وويل.

ارين خان همدارنګه د کاپۍ د اصولو نه مراعتول هم د افغان سينما د شاته والي لامل بولي.

ارين ليکي موږ ډير ځلي پر يوې سوژې ډيره خواري کښلې وي او ورباندي ستړي سوي يوو خو يو بل څوک راځي کاپي کوي يې،په خپل نوم يې خپروي، پداسي حال کي چي د پوښتني څوک نلرو.

ارين خان وايي ددې او ورته ټولو ستونزو حلاره داده چي د افغان فلم پر سر دي يوه بله لوړه اداره جوړه سي، لکه څنګه چي کريکټ،فوټبال يا هم تکواندو ځانته فدراسيونونه او بورډ لرې د افغان سينما لپاره هم داسي ادارې ته اړتيا ده،ځکه په راتګ سره به يې په وړتیا پرمختګ کيږي،کاپي به له منځه ولاړه سي،د بهرنيو سريالونو مخه به ونيول سي او افغان فلم به فوق العاده پرمختګ وکړي.

ارين خان وايی ما د امنيتي ځواکونو لپاره بيلابيل د ملاتړ پروګرامونه ترسره کړي،خو هيڅ چا تر اوسه نه يم تقدير کړی په داسي حال کي اوسمهال د افغان حکومت د ملاتړ په خاطر زما امنيت هم د خطر سره مخ دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.