پوهنه خوندیتوب ځوانان او زده کړې روغه سټه ژوند بڼه

ارواپوهنه؛ دا علم د انسان ډېرو پوښتنو ته ځواب وايي

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

دا علم د انسان په اړه ډېر اړخونه او حقایق روښانه کوي. څوک چې غواړي د انسان په اړه په هرڅه پوه شي باید له دې علم څخه بې خبره پاتې نشي، ځکه چې د شخصیتونو، فردي ځانکړنو، شخصیتي اختلاطاتو، اخلاقو، کړو وړو او د انسان د جنېټېک او ډېرو نورو مسایلو په اړه خبرې کوي.

که څه هم ذهن په سمه توګه نه پېژني او د هغو سالمه کسانو لپاره چې غواړي ځان کې توپیر او د خپل روح او ژوند کیفي ډول کې بدلون راولي کومه لاره نشي ښودلی او د دې پوښتونو په اړه چې انسان څوک او څه دی؟ ځواب نشي ورکولای، خو د انسان ډېرې اړتیاوو او پوښتونو ته ځواب نه لري.

بیا هم باید د دې علم له تجربو څخه ګټه پورته کړو، چې وکولای شو انسان په ښه توګه وپېژنو. د ارواپوهنې د علم له تحلیل څخه یوه پایله ترلاسه کړای شو، چې د خپل ځان تحول او توپیر لپاره د تمایل نه درلودل د وجود له کړنلارې څخه نشأت اخلي. له روح او روان څخه لرېوالی د وجود له لرېوالي څخه پیل کېږي او همدایې اصلي لامل ده چې وینو ډېری کسان په ځان کې د توپیر راوستلو او د ځان په اړه فکر کولو ته هېڅ اړتیا نه لري.

رواني ناروغۍ او د کړو وړو اختلالات

د ارواپوهنې په علم کې رواني اختلالات په دوه ډوله وېشل کېږي: نوروتیک (نوروزها) او سایکوزیک (سایکوزها).

نوروز عبارت ده له: هغه اختلالاتو څخه چې د شخصیت کړه وړه نه رانغاړي او کس د هغه په اړه پوهېږي لکه اضطراب وسواس، وېره او داسې نور. نوروز کېدای شي رواني (محیطي او تربیوي) او یا وجودي (فیزیولوژيکي) اړخ ولري.

سایکوز عبارت ده له هغه اختلال څخه چې د کس په شخصیت کې موجود ده او دی یې په اړه خبر نه ده. لکه هغه څوک چې شیطان په خپله مخه کې ویني او نه قبلوي چې یو پوچ او بې مانا وهم ده.

سایکوزیک شخصیت نشي کولای له ځان څخه انتقاد وکړي، ځکه چې له خپل حالت څخه باخبره نه ده، خو نوروتیک شخصیت کولای شي د خپل حالت علت وموندي.

پارنویا له مهمو او شایع رواني اختلالاتو څخه ده چې کولای شي په خفیف یا شدید ډول په اشخاصو کې ظاهر شي. پارانویا لرونکي کسان په ډېره کچه زموږ او تاسې په منځ کې ژوند کوي او کله هم د ټولنې له موفقه او پیاوړو کسانو څخه دي. ځان غټ لیدل، د جور او ستم جنون، بې پایلې غرور، زیرکانه تواضع، د ښووالي او ځیرکۍ بې حده احساس، زهد او تقوا لرل، لرې کتونکی، ځانته د د غټانو په اندازه احترام کول د پارانویا خلکو له ځانکړنو څخه دي.

د جزئي مسایلو لپاره ژور احساساتي کېږي او قضاوتونه یې سطحي او عاجلانه دي. دا خلک د تکبر زېرمه او سلطه‌ګر وي په بېلابېلو ډولونو او لافو ځان ته داسې موقعیت جوړوي، مهمه ښکاره شي. پارانویایي ماشومان ډېره توقع لرونکي، زورګویه، عبوس، کینه توز، مغرور او دعوې‌وهونکي وي چې پایله یې بې مسوولیتي، ولګردي، سرغړونه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ