ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د تر ټولو لوی ارواه پوه (فروید) څو سپارښتنې چې مهم پيغامونه لري

۱ـ خپل د ښه صحت لپاره هره ورځ ډېرې اوبه وڅښئ.

۲ـ د یو پادشاه په څېر سهارنۍ، د یو شهزادګۍ په څېر د غرمې ډوډۍ او د یو غریب په شان د ماښام ډوډۍ وخوړئ.

۳ـ د دې درې شیانو سره ژوند وکړئ: ډېر ځواک، شور او اشتیاق، زړه سواندې او همدلي سره.

۴ـ ډېرې لوبې وکړئ، ورزش او د سبزیجاتو څخه ګټه واخلئ.

۵ـ نسبت نورو وختونو او تېر کال نه ډېر کتاب ولوله ځکه کتاب ویل زموږ ذهن پراخوي.

۶ـ هره ورځ د ‍۱۰ دقیقو لپاره سکوت او ارام وکړئ ترڅو ښه فکر وکولای شئ.

۷ـ په یو شپه ورځ کې اووه ساعته خوب وکړئ، ځکه هر انسان خوب کولو ته اړتیا لري.

۸ـ هره ورځ ۱۰ الی ۳۰ دقیقې پلي تګ وکړئ او کله چې قدم وهی موسکا وکړئ.

۹ـ هیڅکله خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوه ځکه هر څوک خپل ځانګړی شخصیت لري.

۱۰ـ منفي فکر مه کوئ، د منفي فکر پر ځای مثبت فکر مو ذهن کې ځای پر ځای کړئ.

۱۱ـ خپل له توانه لور کار مه کوئ، خپل انرژي د نورو په هر ډول کارونو مه مصرفوئ.

۱۲ـ کله چې ویښ یاست ډېري وخت خیال پردازي وکړئ یعنې کوم څه چې غواړئ په هکله فکر وکړئ او په ذهن کې تصور کړئ ځکه فکر په حقیقت بدلیږي.

۱۳ـ له نورو سره حسادت مه کوئ کوم څه چې لرئ په هغه شکر وباسئ.

۱۴ـ له نورو سره بد چلند مه کوئ، هڅه وکړئ تل یو بل سره مینه وکړئ.

۱۵ـ خپل تېر وخت سره ملګري اوسئ ترڅو خپل اوسنۍ وخت خراپ نکړئ.

۱۶ـ هیڅوک ستاسې د خوشحاله کېدو لامل نکیږي، پرته له دې چې ته خپله خپل ځان خوشحاله وساتې.

۱۷ـ پوه شه چې ژوند داسې مدرسه ده چې په هغه کې موږ هر څه زده کوو ستونزې هم د هغه یوه برخه ده چې موږ باید ورسره مبارزه وکړو.

۱۸ـ هڅه وکړئ هره ورځ درې نفرو ته وخاندئ.

۱۹ـ دا چې نور وګړي ستاسې په هکله څه فکر کوي ستاسو مربوط کیږي، نه اړینه داده چې تاسې خپله څه ډول فکر کوئ.

۲۰ـ مثبت کارونه ترسره کړئ د غیر ضروري او هغه څه چې ګټور نه وي د هغه څخه باید لري اوسئ

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ