بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

له اروایي فشار (سټرس) سره د مقابلې لارې وپېژنئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

دا چې ژوند له داسې لوړو ژورو څخه ډک دی، چې ډډه ترې نه شي کېدای، په دې کې شک نه شته، چې همدا لوړوې او ژورې په افرادو کې د اروایي فشار کچه په څو څو ځله زیاتوي. له پېښو ډکه نړۍ هره ورځ موږ له اروایي فشار زېږونکو خبرونو سره مخامخ کوي او د دې سبب ګرځي، چې اروایي فشار د یوې ثابتې برخې په توګه زموږ په وجود کې بنسټیز شي، دا په داسې حال کې ده، چې د کنټرول په صورت کې یې کولای شو تر یوه بریده د اروایي فشار پر وړاندې مقاومت وکړو او له تل پاتې اوسېدو څخه یې ډډه وکړو.

طبیعي ده، چې موږ نه شو کولای ټول شرایط او پېښې کنټرول کړو، خو په خپل دننه کې د اروایي فشار په کنټرول سره کولای شو تر ډېره بریده له خپلې روحیې او ژوند سره مرسته وکړو. دې ټولو خبرو ته په پام سره، په دې مطلب کې له تاسو سره یو، ترڅو له اروایي فشار سره د مقابلې په لارو چارو باندې رڼا واچوو او خپل ځان له دې خطر څخه وژغورو.

له اروایي فشار څخه رامنځته شوي ګواښونه او خطرونه

موږ ټول په دې باندې پوهېږو، چې اروایي فشار کولای شي، له ځانه سره ډېرې زیاتې بدې اغېزې ولري، هغه مسایل، چې زموږ روح او جسم یې ښکېل کړی دی او زموږ د ژوند بهیر ګډوډ وي. د اروایي فشاره یوه له مهمو بدو اغېزو څخه دا ده، چې تاسو خپل ذهني تمرکز له لاسه ورکوئ او مغشوش ذهن پیدا کوئ، په همدې دلیل ذهني کړنه مو کمزورې کېږي او کارونه به په سمه توګه ترسره نه شي کړای.

د اروایي فشار یوه بله دودیزه بده اغېزه د زړه د ناروغۍ را پیدا کېدل دي. په افرادو کې د اروایي فشار شتون د دې سبب ګرځي، چې د زړه درزا زیاته شي او دغه راز د زړه رګونه تنګ شي، همدا موضوع هم کولای شي، چې د زړه د درزا غږ تر اغېزې لاندې راولي او له ځانه سره ډېرې زیاتې ستونزې رامنځته کړي. معمولاً هغه کسان، چې په دې ستونزو باندې اخته کېږي د وینې د فشار او د ویني د ټینګوالي له ډېرښت او دغه راز د رګ د دنني پوښ له تخریب او…. سره به مخامخ شي.

د اروایي فشار له نورو بدو اغېزو څخه د بدن د خوندیتوب سیسټم کمزوري کېدل دي، دلیل یې هم دا دی، چې د اروایي فشار پرمهال بدن په دې باور دی، چې له بیړنیو ګواښونو او خطرونو سره مقابله وکړي او په پایله کې له میکروبونو او ویروسونو سره مبارزه خپل کاري لومړیتوب ګڼي، په پای کې د خوندیتوب سیسټم کمزوری کېږي او له ناروغیو سره په مبارزه کې، په کراتو کراتو کمزورې کړنې ترسره کوي.

له اروایي فشار څخه رامنځته شوې بله ناوړه اغېزه دا ده، چې تر یوه بریده فیزیولوژیکه پروسه درېږي او له ګډوډیو سره مخامخ کېږي، په همدې توګه په پوستکي د وینې جریان کمېږي او په پای کې ژر زړښت رامنځته کېږي. په ظاهره په زړښت سربېره، د مغزي وینې بهېدنې د خنډ کمزوري کېدل، چې سرچینه به یې اروایي فشار وي، کولای شي د عقل زوال او هېره (آلزایمر) را منځته کړي، په همدې دلیل دی، چې د هغو افرادو فیزیولوژیک عمر، چې په دوامدار اروایي فشار باندې اخته دي، له طبیعي عمر سره یې ډېر توپیر لري.

خو په بدن کې د اروایي فشار شتون په همدې ځای کې نه ختمېږي. په افرادو کې د اروایي فشار را څرګندېدل، کولای شي په هغوی کې د وزن ډېرښت او هضمي ستونزې را منځته کړي. په همدې دلیل دی، چې په افرادو کې له اروایي فشار وروسته، د خېټې باد، قبضیت، د خېټې دردونه او اسهال لیدل کېږي. د دې ټولو مواردو ترڅنګ، د دوامداره اروایي فشار په صورت کې، د معدې ټپ او د کولمو پړسوب به هم رامنځته شي.

په ټولو هغو مسایلو، ګواښونو او بدو اغېزو سر بېره، د جنسي فعالیت کمښت، د وېښتانو او غاښونو تویېدنه او روږدتیا ته زمینه برابرېدل او… هم د اروایي فشار له بدو او ناوړه اغېزو څخه ګڼل کېږي.

له اروایي فشار سره د مقابلې لارې

له اروایي فشار څخه ټولو رامنځته کېدونکو مسایلو او ناوړه اغېزو ته په پام سره، وخت یې را رسېدلی دی، چې د دې خطرناکې ستونزې پر وړاندې ودرېږو او مهار یې کړو. په ټولیزه توګه له اروایي فشار سره د مقابلې لپاره ډېرې لارې چارې شتون لري، چې کولای شي ستاسو په مخکې ودرېږي.

له اروایي فشار سره د مقابلې له لارو څخه یوه مهمه لاره دا ده، چې په خپلې تګلارې سره خپل ځان ته آرامتیا را وګرځوئ، د دې کار لپاره، تر هر څه وړاندې باید له خپلو روحیاتو سره آشنا واوسئ، ورزش کول، پلی مزل، آشپزي او ….. بېلابېلې لارې چارې دي، چې هره یوه کولای شي، د توپیري افرادو لپاره اغېزناکې وي، مهمه داده، چې خپلو روحیاتو ته په پام سره پسې ورشئ.

له اروایي فشار سره د مقابلې یوه بله لاره مډیټیشن دی، په بشپړه توګه مډیټیشن د دې سبب ګرځي، چې په ښه توګه ساه وباسئ او ساه ایستنه ولرئ، د دې تګلارې په مرسته کولای شئ، منفي احساسات او اروایي فشار له خپل بدن څخه لیرې کړئ او خپل ځان ته به یو آرامه او پاک ذهن ډالۍ کړئ.

یوه بله لاره، چې کولای شي له اراویي فشار سره په مقابله کې اغېزناکه وي، دا ده، چې  خپل ځان له اروایي فشار زېږونکو چاپېریالونو او لاملونو څخه لیرې کړئ. د بېلګې په توګه: له هغو افرادو سره ناسته پاسته مه کوئ، چې تل بد خبرونه خپروي، منفي او اروایي فشار زېږونکي خبرونه تر شوني بریده مه څارئ او په دې کار سره کولای شئ، د خپل ځان لپاره نسبي آرامتیا رامنځته کړئ.

د کافي خوب لرل هم د اروایي فشار پر وړاندې د مبارزې د یو بل لامل په توګه پېژندل کېږي، په دې کار سره کولای شئ، د ورځې په اوږدو کې خپله د اړتیا وړ انرژي برابره کړئ او د ورځې په اوږدو کې په ډېرې انرژۍ سره د اروایي فشار پر وړاندې مبارزه وکړئ، په یاد ولرئ، چې بدن مو په خوب کې په بشپړه توګه فعالېږي او ټول اروایي فشار زېږونکي لاملونه غیر فعال کوي. په نتیجه کې په کافي خوب سره کولای شئ د اروایي فشار پر وړاندې پیاوړی واوسئ.

په دې ټولو سربېره، سپارښتنه کېږي، د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړئ او په مرسته یې له خپل وجود څخه اروایي فشار لیرې کړئ. د قرآن عظیم الشان تلاوت کول، تل د اروایي فشار پر وړاندې یوه له غوره او اغېزناکو لارو څخه ګڼل کېږي.

سپارښتنه کېږي، چې د ستونزو او اروایي فشار په اوج کې هم خپل خوبونه مه هېروئ، که ذهن مو دومره بوخت دی، چې له خپلو خوبونو لیرې پاتې شوی یاست، ژر تر ژره د خپل اوس په اړه فکر  وکړئ او خپل خوبونه بېرته ترلاسه کړئ، په یاد ولرئ، چې خوبونو ته پام کول او په هغو باندې مرور کول، د دې سبب ګرځي، چې خپلو موخو ته د رسېدو په تړاو په هماغه لومړۍ شېبه کې هوډمن واوسئ او وروسته له دې، د اروایي فشار پر وړاندې غښتلی او په ښه توګه یې کنټرول کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ