اپریل 21, 2021

سترګو ته د مصنوعي باڼو زیان رسوونکې اغیزې

اوږده او ګڼ باڼه په ښځو کې د ښکلا نښه ده. له همدې امله په میرمنې د مصنوعي بڼو په کېښودو غواړي خپله ښکلا لا پسې ډېره کړي.

باڼه د انسان په بدن کې هغه برخه ده چې رشد یې ډېر وخت نیسي، او له هرو څلورو څخه تر شپږو میاشتو په موده کې نوي باڼه شنه کېږي.

د انسان په بدن کې د سترګو د پاسه یو باڼه له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ورځو پورې ژوند کوي.

د سینګار په صنعت کې د مصنوعي باڼو کارونه ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو ده.

مصنوعي باڼه یوازې سترګې ښایسته کوي نه، بلکه د دې لامل هم کېږي، چې د سترګو سوی یا سوزش رامنځ ته شي.

ښځې په ملمستیاګانو کې، او یا هم کله چې د خوښۍ په مراسمو کې مصنوعي باڼه ږدي، او بیا پرته له دې چې خپل سینګار پاک، او مصنوعی باڼه لرې کړي، په هماغه ډول ویدې کېږي، چې له دې سره پر سترګو ډېره بده اغېزه کوي.

که چېرې تاسې تل مصنوعي باڼه ږدئ، نو بر دې پوه شئ، چې دا کار مو د ده سبب هم کېدای شي، چې ستاسو د سترګو دید ورو ورو کم شي.

د پوستکي او حساست د څانګې کارپوهان په دې اړه وایي: د مصنوعي بڼو کېښودل په سترګو کې د خارښ او سوزش او یو شمیر نور حساسیتونه هم رامنځته کوي.

سربیره پر دې د سترګو په شاوخوا برخه کې د سوزش پيدا کیدو سره سور والی، او د سترګو په لاندې او پورته برخو کې پړسوب پيدا کیږي، خو دا موقتي وي او ژر بیرته له منځه ځي.

که چېرې سوروالی، پړسوب او سوزش مو دوام وکړ نو مو سترګې په یخو اوبو پریمنځۍ او وروسته ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

دا مه هېروئ، چې د بڼو اصلي موخه د ښایست زیاتول نه، بلکه زموږ د سترګو ساتنه ده. او سترګو ته د ګرد او غبار په څیر د کوچنیو زراتو د ننوتو مخه نیسي.

 

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ