فوټبال؛ ارسنال او چلسي لوبډلو پایلوبې ته لاره وموندله!

د انګلستان په حذفي جام سیالیو کې تېره شپه دوهمه نیمه پایلوبه د چلسي او منچسټر یونایټيډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې چلسي پکې بریا خپله کړه.
په یاده لوبه کې چلسي فوټبال لوبډلې ۳ ګولونه پر ۱ منچسټر یونایټیډ فوټبال لوبډلې ته سخته ماته ورکړه.

د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې بیا وړمه شپه ارسنال ـ منچسټر سیټي فوټبال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړۍ لوبډلې په توګه پایلوبې ته لاره موندلې وه.
اوس به د راتلونکې اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه ارسنال او چلسې فوټبال لوبډلې د انګلستان د حذفي جام پایلوبه ترسره کړي.
د انګلستان دا حذفي جام د ۱۸۷۱م څخه راوروسته هر کال د لسګونه لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ددې جام ډېره اتلولي ارسنال ۱۳ ځلې خپله کړې.
له هغه راوروسته دا جام ۱۲ ځلې منچسټر یونایټیډ، ۸ ځلې چلسي، ۸ ځلې تاتنهام، ۷ ځلې لیورپول، ۷ ځلې اسټون ویلا، ۶ ځلې نیوکاسټل یونایټيډ او ۶ ځلې بیا منچسټر سیټي ګټلی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب