هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

د وسلو سوداګري؛ په نړۍ کې ستر کاروبار

لیکوال: نصير کوټوال

د نړیوالې سوداګرۍ یوه لویه برخه د وسلو سوداګري جوړوي. د یو اټکل له مخې هر کال د ۴۵ نه تر ۶۰ بيلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو د سوداګرۍ یا خرڅلاو تړونونه لاسلیک کیږي چې د نوموړو وسلو ۷۵ سلنه یې یوازې مخ پر ودې هېوادونو ته لېږدول کیږي. د وسلو سوداګري انساني ارزښتونو ته د نه پاملرنې لامل کیږي. که له یوه لوري د وسلو په وسیله انسانان وژل کیږي نو له بل لوري هیوادونه په ځانګړي ډول مخ پر ودې هېوادونه د خپلې بودجې ډېره برخه د تولیدي او د اقتصادي پرمختګ د نورو کارونو پر ځای د وسلو رانیولو ته ځانګړې کوي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پنځو دايمي غړو امریکا، روس، فرانسې، انګلستان او چین د جرمني او اېټالیې په ګډون د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۱ کال تر منځ د نړۍ د ټولې پلورل شوې وسلې ۸۵ سلنه وسلې پلورلي دي. د همدغه هېوادونو له لوري په هغه هېوادونو او سازمانونو هم وسله پلورل شوې چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. د ساړه جنګ له پای ته رسېدو را وروسته د وسلو لګښتونه او سوداګري کمه شوې؛ خو امریکا یوازینی هېواد وو چې له پیله تر اوسه یې د وسلو په لګښت کې کموالی نه دی راغلی.

د امریکا له لوري د دوی په خبره د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې دغه لګښتونه نور هم لوړ کړي او د همدغه جګړې په ترڅ کې امریکا د خپلو استخباراتي موخو لپاره د بېلابېلو چینلونو له لارې ښکېلو غاړو ته وسلې ورکوي، تر څو دغه جګړه لا پسې وغزوي. د امریکا د وسلو لګښت د نړۍ د وسلو د ټول لګښت د درې برخو څخه دوه برخې جوړوي، یادونه باید وکړو چې په دغه لګښت کې د امریکا د وسلو سوداګري او یا صادرات هم شامل دي.

د وسلو تولیدوونکي کمپنۍ د خپلې سوداګرۍ د پرمختګ او د وسلو د بازار موندنې په موخه بېلابېل تبلیغات کوي. دوی وایي چې وسلې د دوه اړخیزو اړیکو په غښتلي کولو او د دندو په پیدا کولو کې رغنده رول لري. حقیقت دا دی چې د وسلو پېر د هېوادونو تر مینځ په ځانګړي توګه د ګاونډیو هېوادونو تر مینځ اړیکې لا نورې ترینګلې کوي. د وسلو عرضه کوونکي کمپنۍ د دغه فرصت څخه ګټه اخلي او په دوه ګاونډیو هېوادونو کې د شیطانت له لارې په هغوی د وسلو د پلور له مخې ډېره ګټه تر لاسه کوي.

 

په دې برخه کې د هند او پاکستان سیالي د پاملرنې وړ ده. په لومړیو کې دغه دوو هېوادونو د وسلو د رانیولو په برخه کې سیالي سره کوله، که به هند له کوم هېواده غښتلي ټانکونه را ونیول نو په سبا به یې پاکستان هم د بدیل په لټه کې وو. دغه هېوادونه بیا وروسته په خپله د وسلو تولیدول پیل کړل او تر اوسه هم په دې برخه کې یو د بل سره سیالي او د یو بل څخه د مخکښتوب هڅې کوي. د وسلو سوداګر د نړیوالو شخړو څخه هم پوره ګټه اخلي، د بېلګې په ډول د ترهګرۍ ضد جګړې اوسنۍ شخړه او په تېرو وختونو کې د روس سره د جګړه چې په هغه وخت کې به د امریکا او سعودي عربستان په پیسو وسله رانیول کېدله.

د وسلو سوداګري د سوداګرۍ یو بد او کرغېړن ډول دی. د وسلو قاچاق او سوداګري په جنګ جګړو او په نړیواله بېوزلۍ کې څرګند رول لري. همدارنګه د پلورل کېدونکو وسلو یوه لویه برخه په هغه سازمانونو او وګړو پلورل کیږي چې جنایتکاران او د بشري حقوقو سر غړوونکي وي. په دې وروستیو کې د دې لپاره چې په دغه ډول سازمانونو وسلې و نه پلورل شي د وسلو د نړیوالې سوداګرۍ اړوند یو تړون لاسلیک شو. نوموړی تړون د Arms Trade Treaty په نوم یادیږي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د جولای د میاشتې په یوه ناسته کې چې په همدې موخه په نیویارک کې جوړه شوې وه تر بحث لاندې ونیول شو. د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا دغه تړون تایید کړو او ۱۱۵ هیوادونو یې د منلو ژمنه وکړه . تر اوسه هم د ځینو غښتلي هېوادونو له لوري دغه تړون ندی منل شوی. د نوموړي تړون په نهایي تصویب سره به د وسلو د نا قانونه پلور مخه ونیول شي او د وسلو پلورونکې کمپنۍ به د بشري حقونو څخه په سرغړوونکو د وسلو د پلور څخه منع کړل شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */