مارچ 3, 2021

آرمینه خان د ویلنټاین (میینانو) په ورځ پټ واده وکړ

د پاکستان نوم وتې اداکارې “ارمینه رانا خان ” د خپل ماشومتوب ملګري “فیصل خان ” سره واده وکړ. دې اداکارې د دې خبر اعلان د ویلنټاین په ورځ وکړ.
هغې د خپل انسټګرام اکونټ څخه د یو پوسټ په ترڅ کې اعلان کړ، چې نوموړې د خپل برطانیایي ملګري سره نهایت ساده نکاح وکړه.
آرمینه خان په خپل پوسټ کې دا هم ویلي، چې په راتلونکي میاشتو کې به د واده د خوښۍ په مناسبت یو پروګرام ونیسي.

په پوسټ کې زیاتوې؛ زما له ژوند شریک “فیصل خان ” سره معرفي شئ، اوس زمونږ اړیکه رسمي شوه، څو میاشتې وروسته به د واده جشن ونیسو.
نوموړې، په پوسټ د خپل ملاتړو (کومنټ) کوونکو او د ویلنټاین د ورځې مبارکي ورکوونکو څخه مننه کړې ده.
که څه هم آرمینه خان دا نده واضیح کړې چې دې نکاح په ۱۴ د فبرورې کړې او که نه صرف اعلان یې په یاده ورځ کړی دی، خو مینوالو یې د دې رومانوې (عاشقانه)  پوسټ ډېر ملاتړ کړی او مبارکي یې ورکړي ده .
اداکارې په یوه ځانګړي پوسټ کې له خپلو مینوالو او د مبارکۍ پیغام ورلیږدونکو څخه یې ځانګړې مننه کړې ده.

آرمینه خان تیر کال خپل یو انځور شیئر (خپور) کړی و چې د واده سپین لباس یې پکې پر تن دی او ورسره یې لیکلي چې ” د خپل واده په تیاریانو کې مصروفه ده ”
د یادونې وړ ده چې آرمینه خان د خپل ماشومتوب ملګري “فیصل خان ” سره په ۲۰۱۷ کال کې کوژده کړې وه.
هغه مهال اداکارې مینوالو ته ویلي و چې؛ زمونږ دواړو کورنۍ سره اړیکې لري او مونږ له ماشومتوبه یو بل پیژنو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي