ارين خان: غواړم شعوري انقلاب رامنځته کړم!

خبريال: مدثر دعوت
د افغان سېنما نامتو ستوری او د پاپ موسيقۍ پياوړی سندرغاړی ارين خان وايي غواړم شعوري انقلاب رامنځته کړم.
ارين خان د ياران سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د هغو کسانو لپاره چې هنر ته پوله ټاکي،مشرانو ته په زړونو کې کرکه لري،او د وطن سره مينه نلري د ټولنيزو رسنيو له لارې داسي پيغامونه خپاره کړم چې د دوی ذهن او فکر ته بدلون ورکړم،د هيواد او شتمنيو ارزښت ورته تشريح کړم او په ملي مسلو يې اګاه کړم.
خان وايي:” زه د خپل هيواد سره رښتنې مينه لرم،د پرمختګ لپاره يې ځان ستړی کوم،امتياز نغواړم ، خو غواړم د يو ايمانداره هيوادپال هنرمند وپېژندل سم،زموږ ولس دردېدلی دی،استعمال سوی دی او هر ډول قرباني يې ورکړې خو زه به د هر افغان د پوهې لپاره نوښتګر قدمونه اخلم او دوی به شعوراً پوهوم”.

د ارين خان په خبره زموږ خلک د مړو صفتونه کوي خو ژوندي نه ستايي، که پښتو ووايې دري ژبې ګيله کوي او که دري ووايې بيا وايي خپله ژبه يې پرېښودله، دده په خبره ماته کابل او پېښور يو دی، زه سرحد نه پېژنم،زه يو هنرمند يم او د هرچا يم”.
ارين خان وايي:” د شهيد نجيب الله په اړه مې د راتلونکې پروژې کارونه پيل کړي،وطني سندرې هم په لاره دې، او پر نور ډېرو مهمو پروژ اخته يم چې لوی ارمان مې د خپل ولس او هيواد لپاره خدمت دی”.
خان وايي تصويري او ږغيزي رسنۍ سانسور دې،تعصب کوي ،وړتياوي وژني،د افغاني کلتور په ارزښت او اهميت نه پوهيږي.

ارين خان زياته کړه:” ‎په ټولنه کې لکه څرنګه چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر انجینیر او داسې نور مهم رول لوبوی زه په خپل مسلک کې دهنر په جامه کې د وطن سپاه یم عسکر يم، زه دهنر له لاری ژور فکر او اندیشه وړاندې کوم، د سینماېې هنر او کمال خاوند يم،دسینما هنر لوی طاقت دی او له موسیقی مې هم داحساساتو پارولو لپاره مثبته استفاده کړې،زه غواړم چې تورذهنو او کرکجنو انسانانو پر ځای مې ښه انسانان شاوخوا ته وي ځکه زه هغه هنرمند یم چې انسانیت او مینې ته کار کوم،هنر او انسانیت سرحد نه لري او پالل یې ژوندی فکر او غټ زړه غواړي”.
دده په خبره هر هنرمند ځانته ځانګړتياوي لري،شايد په ما کې داسې ځانګېړنې نه وي لکه نور سندرغاړي چي يې لري،خو ډېر داسې ځانګړتياوې به په ما کې وي چې په هيڅ هنرمند کې به نه وي،موږ باید د يوبل قدر وکړو او يوبل ومنو، پدې سره د مينوالو په زړونو کې هم ځای پيدا کولای سو او هم به مو رښتنی خدمت کړی وي.

خان وايي زه به د ملي شخصيتونو د ستاينو لړۍ جاري ساتم او په ژوندينه يې خدمت کوم.
خان د ياران ميډيا څخه ځانګړې مننه وکړه چې هرکله د ولس لپاره نه ستړې کېدونکې خدمتونه کړي او لاهم د افغان کلتور د پېژندګلوۍ او خلکو ته د زده کړې او روښانې لارې د ښودلو لپاره د حرکت په حال کې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب