فبروري 26, 2021

عارف وزیر: زندان یې دویم کور او قبرستان یې اخري آرامګاه

لیکنه د خبریال عبدالحی کاکړ
ژباړه: مهر تاج
د پښتون ژغورنې غورځنګ جنوبي وزیرستان یو مشر ” عارف وزیر ” چې مرمۍ یې په “وانا” ښار کې وخوړلې او د ژوند اخرنی ساه یې د اسلام اباد په “پمز ” روغتون کې ورکړه.
د “بهټو ” د کورنۍ په څېر “عارف وزیر” دوی نه یوازې په غیر طبي مرګ وژل کېږي بلکې د دوی  قاتلینو ته سزا نه ورکول چې دا هم ورته په میراث کې رسیدلي دي.
شل کلن ؤ چې په همدې “وانا ” ښار کې یې پلار، ورور، تره او د تره زوی ووژل شول، خو د دوی د کورنۍ د قتلېدلو سلسله تمامه نه شوه. عارف وزیر د خپلې کورنۍ اتلسم ۱۸ غړی دی چې وژل کېږي.
دوه کاله وړاندې دۀ او د دۀ په تره زوی “علي وزیر” له زندانه د خوشي کېدو پر مهال هم وسله والو طالبانو حمله کړې وه، چې عارف وزیر پکې زخمې شوی و.
عارف وزیر ۱۳ میاشتي وروسته له زندانه خوشي شو. اوه ځلې یې بندي کړی چې د هرې پور، دیره اسماعیل خان، ټانګ، بنو او وانا په زندانونو کې یې ساتلی دی، تۀ به وایي ګویا زندان یې چې دویم کور وي او اوس یې ګورستان همیشنۍ آرامګاه شوه.

عارف وزیر به ویل چې یو څاڅکی وینه هم په کې وي، خپل غږ به پورته کوي

د روان کال اتلسم د فیبروری باندې کله چې د دوه میاشتو بند تیرولو وروسته د دیره اسماعیل خان له زندانه خوشي شو ما په یوه مرکه کې ځنې “د بیا بیا زندان ته د تګ په هکله وپوښتل” نو دۀ په ځواب کې راته وویل:

«زندان ته بیا بیا تلل مونږ ته د ” باچا خان ” او “خان عبدالصمد خان” نه په میراث راپاتې دي او زه چې کله هم د زندان په احاطه ورننوځم نو د یو فخر و ویاړ احساس کوم، چې د خپلو مشرانو په نقش قدم دلته رارسېږم.»

په قبایلې سیمو خیبر پښتونخوا کې د شاملېدو وروسته تر ټولو لومړی ایف آئی آر هم د دې عارف وزیر په خلاف پرې شو. دا دومره سرزوری سیاسون و، چې د دیره اسماعیل خان له زندانه راخوشي کېدو وروسته د کور پر ځای سیده د بلوچستان ښار په لور روان شو او نه تنها د تحریک ملګري شهید لوڼي په لومړني تلین کې یې ګډون وکړ بلکې انتهایي پُرجوشه وینا یې هم واورولۀ.
له کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره یو ځای شوی ؤ، له هماغه وخته یا به پنجاب حکومت او یا هم ځایي وسله والو طالبانو په نښه کړی ؤ.
پنجاب حکومت به دا د دۀ په تقریرونو چې ګوندې؛ بغاوت، غداري او نا امني رامنځته کوي په تور زندانې کولو او محکمې به په ضمانت راخوشي کولو، دا چې له کومو خطرونو تیرېده/ورسره مخ کېده، شاید زندان د دۀ لپاره تر ټولو خوندي ځای و.

عارف یو ځل له بند نه تر راخلاصیدو سره د کور پرځای د ارمان لوڼي تلین ته ورغی – کاکړ

د مصاحبې په مهال، دۀ یوه خبره وکړه چې په “ټانګ زندان” کې ځینې کسان راغلل، انځورونه یې راڅخه واخیسته او پدې یې تهدید کړم چې ” اوس دې نو پرېښودونکي نه یوو” د عارف وزیر له قوله:

«تر څو چې زما په بدن کې یو اخري څاڅکی وینه هم وي، زه به ستاسو خلاف له غږ پورته کولو لاس په سر نه شم!!»

اما بالاخره یې دا “غږ” د تل لپاره خاموشه کړ، البته دا غږ به د ټولو په غوږونو کې کړنګېږي او لا نور غږونه به هم وزېږوي، د محسن نقوې په ژبه:
تا د شمعې په ګومان تر تېغه تېر کړم
خو زه تېر يم له سحره ستا له پاره
قاتل غواړي زما نښې هم کړي ورکې
د نېزې پر سر به پرېږدم ورته سر خپل
زه ډوب شوی يم، دا نښه هم ورپاتې
په درياب کې مې موجونه ورته پرېښي

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*