مارچ 3, 2021

د عارف مرګ او د افغانانو تود غبرګون؛ وايي د پنجاب مزدورانو وواژه !

ماته د زندان او د ولچک خبرې مه کوه
زه د انقلاب په ګړنګونو کې لوی شوی یم.
کابله غرونه اوښکې توی کړه
ستا په تهمت لړلی ګل له دنیا ځینه
د باچاخان د فلسفي کتاب نور بند کړئ..
‏د خوشحال توره راواخلئ بغاوت کړو..
د عارف څڼي د ننګ په وینو سرې شوې
دا بې ننګه دې ټومبي ګلان په زلفو‏
دا هغه بيتونه دي چې د پښتون غورځنګ مخکښ غړي عارف وزير په مړينه ګڼ شمېر افغانانو د وير لپاره پر خپلو ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي او خپل درد یې د هغه تر کورنۍ رسولی.
پر عارف وزير د جمعې ماښام د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د نامعلومو کسانو له لوري ډزې وشوې چې تر درملنې وروسته یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
خو د عارف وزير شهادت يوازې په کوزه پښتونخوا کې نه بلکې افغانستان کې هم د ډېرو پښتنو غبرګونه راپارولي دي او ډېری یې د پښتنو د قامت د نړېدو سمبول ګڼي.

شهید عارف وزیر

د ملي شورا غړي کمال ناصر اصولي په خپل فيسبوک ليکلي:

«عارف وزير د پنجاب د مزدورانو لخوا وژل شوی دی.»

دغه راز د‌ملي شورا بلې غړې مريم سليمانخېل هم په خپل ټوېټر کې ليکلي:

«د‌عارف وزير مړينه به دا له موږ نه هېره نه کړي چې هغه ټول ژوند کې د څه لپاره مبارزه کړې ده.»

همدارنګه سياسي او ټولنيزو شبکو فعال غړي مجيد قرار پر خپل فيسبوک پاڼه ليکلي:

«عارف وزير مړ نه دی بلکې د ټولو په زړونو کې ژوندی دی د عارف وزير مړينه به يو مبارز نسل جوړوي.»

اباسين بريال بيا ليکلي:

«د اي اس اس د پي ټي اېم د ستنو په پيژاندلو کې ډېر دقيق دی او هغه کسان وژني چې د پنجاب خوب یې حرام کړی دی.»

دغه راز محسن داوړ پر خپل ټوېټر ليکلي:

«اوس د پاکستان رسنۍ هم د عارف وزير شهادت سانسور کوي او دا هغه شک زياتوي چې د دې تر شا د پاکستان حکومت لاس دی.»

دغه راز ګڼ شمېر نورو افغانانو هم پر خپل فيسبوک پاڼه او ټوېټر کې دغه وژنه غندلې او دا یې غير انساني کار بللی دی.
ډیری یې دا کار د‌پښتنو د قامتونو خمول هم بولي.
د‌عارف وزير د مړينې خبر دلته هم د وير ټغر خپور کړی او خلک یې په زړه داغلي دي.

کونړ کې د شهید عارف وزیر غایبانه جنازه

تر دې ورهاخوا اوس یې د پاکستان سره په ګډه پوله او د پاکستان له بريدونو ګړيدلي ولس د‌ کوڼر ولايت ځوانانو له لوري څوکۍ او خاص کوڼر ولسواليو کې د عارف وزير غايبانه جنازه هم ترسره شوه.
همدا راز په ننګرهار ولايت کې ځوانانو د عارف وزير په وير د هغه انځور ته شمعې بلې او دعاګانې یې ورته وکړې.
د‌يادونې وړ ده چې د حوت په نولسمه د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې د پښتون غورځنګ د مخکښ غړو علي وزير او محسن داوړ سره عارف وزير هم رابللی شو و.
عارف وزير د تېرې مياشتې اپريل په اولسمه نېټه ځکه د پاکستان د حکومت له خوا ونيول شو چې په افغانستان کې د ډيرو ټلويزيون سره په مرکو کې پر پښتنو د پاکستان حکومت ظلم غندلی و.
اوس مهال یې هم ډیری افغانان هغه خبرې په خپلو فيسبوکونو خپروي او په ارګ کې د عارف وزير په ډنګ قامت ګرځېدل يې ستايي.
ډېرو کسانو ليکلي چې عارف وزير ته په زندان کې ويل شوي و چې د ده د مرګ اجازه اخيستل شوې ده.
عارف وزير ۳۶ کاله عمر درلود له عارف وزير درې لوڼې او دوه زامن پاتې شول چې مشر اولاد ېې اته کاله عمر لري.
ويل کيږي چې د عارف وزير جنازه اتلسمه جنازه ده چې د دې کور پر دروازه ورننوځي او يو ځل بيا یې د غم په ټغر کينوي.

2 تبصرې

  1. فضل الله جانه آیا په دا ویب سایټ کی دا فضایی معلوماتو لپاره ځای نسته هیله کوم معلومات زما سره زیات دی که غواړی تاسو یی شریک کړی له نورو سره او یا ما هم درسره شامل کړی تر سو خپل دا ګتور معلومات تر نورو پوری ورسوم

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي