افغانستان سرسکالو سیاست

غني: نور به افغان ځواکونه د رخصتۍ پرمهال وړيا د الوتکو له لارې کورونو ته وړل کيږي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د باخترافغان الوتنه هوایي شرکت له بیا رغاونې وروسته پرانیست.

ارګ یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او یو شمېر نورو مقاماتو هم حضور درلود په پیل کې د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر رئیس جنرال سیدعمر صبور خبرې وکړې.

نوموړي وويل:

«په تېرو پنځو میاشتو کې مو د ټولو ادارو د راپورونو ترلاسه کولو او د واحد مدیریت سیستم د ایجاد، فساد ضد مبارزې او د نشه یي توکو، ممنوعه توکو او بهرنیو اسعارو د قاچاق او مخنیوي، د چک پواینټونو په مدیریت کې د تغییر، د غیرضروري موانعو د لېرې کولو، د ترمینل پر وړاندې د څلورلارې جوړول، د وي ای پي ساحې کار او د مساپرو د تګ راتګ لارو د ترتیب او تنظیم په برخه کې مهم کارونه شوي دي.»

ولسمشر غني وايي، دا شرکت د اړتيا پر بنسټ ورغول شو.

هغه وويل:

«موږ د امنیتي او دفاعي قواو اړتیا چې وکولای شي په دوراني ډول خپله رخصتي، تبدیلي او وظیفوي تناوب ترسره کړي، باید د امنیتي او دفاعي سکتور او باختر شرکت ترمنځ اوږدمهاله قرارداد لاسلیک شي، ترڅو د وطن د رېښتینو بچیانو غوښتنې پوره شي.»

هغه د باختر شرکت او هوایي ډګر مسوولینو ته په خطاب کې وویل، تاسې د فساد، قاچاق او هر ډول بې بندوبارۍ پر وړاندې د حکومت د رهبرۍ ملاتړ له ځانه سره لرئ.

سرچینه زیاتوي؛ نوموړي دېته په اشارې چې ټولې تصدۍ به په ملي شرکتونو بدلېږي وویل، پر دغو شرکتونو پانګونه له دولتي سرچنیو څخه نه ده او منطق یې د شتمنۍ ایجاد دی.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، په نږدې راتلونکي کې به د هوايي ډګر پر غوره امنیت او له ټکنالوژۍ پر استفادې پانګونه و شي او ژر به د باختر افغان هوایي شرکت د دوو نورو الوتکو قرارداد هم لاسلیک شي.

دې ناسته کې د باختر افغان الوتنه هوایي شرکت رئیس احمدمسلم خرم وویل، موږ په اوو میاشتو کې وتوانېدو یاد شرکت په پښو ودروو او په پنځو پړاونو کې یې د بیارغاونې چارې بشپړې کړو.

هغه زیاته کړه:

«د اتو ساعتونو لپاره زموږ امتحاني الوتنې په بریالي ډول ترسره شوې، اوس یوه الوتکه لرو او تر یوې بلې میاشتې پورې به دوه نورې الوتکې راورسېږي او په څلورو پړاونو کې به خپلې الوتنې وکړو.»

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ