کلتور او هنر

اریايي ودونه

اعلان

لیکنه: مصطفی سالک

له اریايي مهاله راپاتې مجسمې ښيي چې چرته یوې مور خپل ماشوم په غیږه کې ټینګ نیولی او چرته ښځه او نارینه غیږ په غیږ دي چې دا هر څه هغه مهال د ګډ ژوندانه او کورنۍ ارزښت په ګوته کوي.

هغه مهال چې د نړۍ په ډیرو قامونو کې ښځې تښتول کیدی او یا لکه مال پلورل کیدی د اریایانو ودونو یو مذهبي نظم درلود. تر دې چې اریایانو ښځینه خدایګوټي هم لرلې، اناهیتا چې د ځواک او ښکلا خدایګوټې وه د مینې او میندوارۍ صفات یې هم خپل کړل واشي هم ښځینه خدایګوټې وه چې کورنیو ته یې پرمختګ او سوکالي ډالۍ کوله.

په زردشتي دین کې بې واده پاتې کیدل روا کار نه و او هغه ماشومان چې بې واده زیږیدل میراث نه ورکول کیده. شاهانو هم د ودونو ملاتړ کاوه بې جهیزه نجونو ته یې جهیز چمتو کاوه او ودولې یې.

اریایانو تر دې کچې له کورني نظام سره مینه درلوده چې کومو کارونو لکه سوداګرۍ او کښتۍ چلولو د اوږده مهال لپاره له کورونو لرې ساتل هغه یې نه خوښول. تر دې چې عسکرو هم میرمنې درلودې او یوازې څو میاشتې خدمت به یې کاوه.

په اریایانو کې له یوې ډیرې ښځې ودول هم جایزې وې خو دا چاره ډیره کمه تر سره کیده.

استاد حبیب الله رفیع د اریايي ودونو پر اړه لیکي ((هلک او نجلۍ به سره خوښ کړل، خصوصاً د سامانې په کلنۍ مېله کې به يې سره ولیدل او وکتل، بیا به یې د کورنۍ له لارې د واده کولو غوښتنه ترې وکړه، جوړښت به یې چې وشو، نو بیا به واده په خاصو مراسمو تر سره شو او یوه نوې آریایي کورنۍ به جوړه شوه نو له همدې امله آریایي سرودونه ودونه د مینې او مهربانۍ پر ستنو ولاړ بولي.

په اوستا یي دوره کې د نامزادۍ او واده تر منځ د پېژند ګلوۍ یوه دوره هم وه چې په دې دوره کې به هلک او نجلۍ سره ښه پېژندل، د دوی ترمنځ دا باور هم ؤ چې نجلۍ تر واده وړاندې د هلک کور ته تللای او هلته اوسېدلای شوه، د نامزادۍ دوره به اوږده وه، حتی تر کلونو پورې هم رسېدله.

د واده دودونه په داسې وخت کې تر سره کېدل چې هلک او نجلۍ به لاسونه سره ورکړي وو او مذهبي مشرانو به دعاوې او سپېڅلي سرودونه ویل او بیا به ناوې چې ښه به سینګار شوې وه، د هلک کور ته وړل کېدله.

زلمی او ناوې به د کور خاوندان بلل کېدل او له همدې ځایه د کورنۍ خښته اېښودل کېدله. د کور چارې به دواړو په وېش سره سرته رسولې. د کښت، کر، ښکار او جګړې کار د نارینه وو او د اولاد روزنه، پالنه اخلی پخلی، کالي ګنډل او نور د ښځې پر غاړه وو ))

استاد رفیع مخکې وايي چې په ویدي دوره کې ښځو له نارینه ووسره یو ځای په مذهبي دودونو کې برخه اخیسته ، دا دود په اوستایي دوره کې هم ؤ ، له ښځې نه به د مېړه لومړنۍ غوښتنه پاکي او پاک لمني او د کورنۍ نوم او حیثیت ساتل وو او که په دې برخه کې به ډېره لږ بې پامي وشوه ، خبره به طلاق ته ورسېده .

په ویدي دوره کې د خپلوانو ترمنځ خوېښۍ نه کېدې او نجلۍ به په بله قبیله کې ودېدله، خو په اوستایي دوره کې بیا د خپلوانو تر منځ خوېښۍ کېدلې او دا ښه کار بلل کېده چې لا تر اوسه په افغانانو کې د خپلوانو تر منځ خوېښۍ ښې بلل کېږي. دا د دې لپاره کېدل چې وینه خالصه پاتې شي او قومي او خېلي اړیکي ونه شلېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل