سینما او موسیقي

د سلمان خان وراره بالیووډ ته ځي؛ دبنګ۳ کې به ولوبیږي

د هندي سېنما د مشهور فلم جوړونکي او اداکار ارباز خان او فلم لوبغاړې ملائیکه اروړا زوی ارهان خان به د دبنګ فلم په راتلونکې برخه کې د بالیووډ سینما غړی شي.

دبنګ د بالیووډ سینما مشهور فلم دی چې د ښه تجارت او ګټې وروسته یې دبنګ۲ هم بازار ته وړاندې شو او دادی اوس دا ځل به یې دریېمه برخه یا دبنګ۳ هم جوړ او بیا د سينما پر پردو روښانه شي.

په هندي سینما کې سلمان خان د نویو او ځوانو فلم لوبغاړو په پېژندلو او سینما ته د هغوی په راوستلو کې مشهور دی.

نوموړي تر اوسه کټرینا کیف، ډیزي شاه، سورج پنچولي، زرین خان، اتهیا شیټي او یو شمېر نور د فلم نړۍ ته راوستي او په خلکو یې پېژندلي خو ولې یې له خپلې کورنۍ تر اوسه څوک دغه سینما ته نه دي معارفي کړي.

ایکسپریس نیوز د خبر له مخې، د سلمان خان وراره او د ارباز خان ۱۶ کلن زوی ارهان خان به هم دا ځل فلم نړۍ ته قدم کیږدي او د دبنګ۳ فلم له ډلې به شي خو نوموړی به د تمثیل د برخې لپاره نه بلکې د فلم د لارښود په برخه کې به کار کوي.

ارباز خان, ملائیکه اروړا او اهان خان

د فلم دبنګ۳ ډایریکټري د پربهودیوا په غاړه ده او ارهان خان به د نوموړي سره مرستیال په صفت دنده مخته وړي.

په بالیوډ کې د زوی په کار کولو سره ارباز خان او ملائیکه اروړا دواړو خوښي ښودلې ده او نيکې هیلې ورته څرګندې کړي دي.

د ارباز خان د پروډکشن په واسطه جوړېدونکی فلم دبنګ۳ د ډکولو چارې یا شوټینګ به د اپریل میاشت کې پيل شي.

د دغه فلم د تېرو برخو په څېر به بیا هم سونا کشي سنها د فلم مرکزي کردار د سلمان خان سره ولوبوي.

د رپوټونو له مخې، چې دا ځل ملائیکه اروړا ته په دغه فلم کې ځای نه دی ورکړل شوی، وړاندې فلم کې مېرمن اروړا د فلم د یوې سندرې (Item song) په برخه کې راڅرکنده شوې وه، خو د ارباز خان او ملائیکې تر جنجالو او طلاق وروسته یې دا ځل د دغه فلم په ټیم کې نشته او ایټم سونګز برخه به کرینه کپور مخته یوسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی