ارجنټاین د ۱۵م ځل لپاره د کوپا امریکا سیالۍ وګټلې

د کوپا امریکا سیالیو پایلوبه تېره شپه ارجنټاین او برازیل فوټبال ملې لوبډلو ترسره کړه، چې پکې ارجنټاین یو ګول پر صفر برازیل ته ماتې ورکړه او ددې ټورنمنټ اتلولي یې د ۱۵م ځل لپاره خپله کړه.

په یاده لوبه کې د ارجنټاین ملې لوبډلې لپاره انجیل ډیماریا د لوبې په ۲۲مه دقیقه کې ګولوهنه وکړه.

 

تر پایلوبې وروسته د ارجنټاین ملې لوبغاړو خوښۍ

 

 

اتلولۍ ته د رسېدو په موخه د لیونل میسي هیلي

 

په ملي لوبو کې دا د لیونل میسي لومړنی جام و، چې خپلې لوبډلې ته یې وګاټه، ددې جام پایلوبې ته یې څو ځله لاره پيداکړې وه، خو ماته یې خوړلې وه او د لومړي مقام پرځای یې دوهم مقام ګټلی و.

ددې جام ورهاخوا په ۲۰۱۴م کال کې د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته هم ارجنټاین لوبډلې د جرمني هیواد سره لاره پیداکړې وه، چې په همغه پایلوبه کې جرمني یو ګول پر صفر ګټونکی شو او د میسي هیلي یې له خاورو سره یوځای کړې.

یوځلې میسي دې ته مجبور هم شو، چې د ملې لوبډلې سره مخه ښه وکړي، خو ددې هیواد خلګو او چارواکو بیرته دې ته اړه کړ، چې په ارجنټاین ملې لوبډله کې ولوبیږي.

همدا وو، چې تېره شپه یې ځان اتلولۍ ته ورساوه او تکړه لوبډلې برازیل ته یې ماتې ورکړه.

لیونل میسي د کوپا امریکا سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی وپېژندل شو او ددې ترڅنګ د یادو سیالیو تر ټولو د زیاتو ګولوهونو جایزه یې هم ترلاسه کړه.

 

 

په کوپا امریکا سیالیو کې د ارجنټاین اتلولۍ

 

۱۹۲۱، ۱۹۲۵، ۱۹۲۷، ۱۹۲۹، ۱۹۳۷، ۱۹۴۱، ۱۹۴۵، ۱۹۴۶، ۱۹۴۷، ۱۹۵۵، ۱۹۴۷، ۱۹۵۹، ۱۹۹۱، ۱۹۹۳، ۲۰۲۱.