مارچ 9, 2021

ارجن کپور له خپله ځانه مشرې سره واده کوي‎

Advertisements

هندۍ رسنۍ وایي وتلی فلمي ستوری ارجن کپور او همدې سینما د مشهور اداکار ارباز خان پخوانۍ مېرمن ملائکه اروړا به ډېر ژر د یوه بل سره واده وکړي.
ملائکه اروړا شاوخوا ۴۳ کلنه ده، د فلمي لوبغاړي ارباز خان پخوانۍ مېرمن ده چې اوس یې جلا شوي دي خو لا هم سره ښه دوستان دي.
په دې وروستیو کې د دوی دواړو د مینې کیسې زیاتره د رسنیو سرټکي وي خو خپله دواړو تر اوسه په دې تړاوو څه نه دي ویلي.
اوس هندۍ رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې ممکن فلم ستوری ارجن کپور او ملائکه اروړا به راتلوونکي کار د یو بل د ژوند ملګري وګرځي.
د دوی د خبرې سره سم د ارجن کپور او ملائکې اروړا د عمر خبره هم راولاړیږي چې ویل کیږي ارجن تر ملائکې تر ۱۰ زیات کلونه کشر دی.
هندۍ رسنۍ د دوی دواړو د واده په تړاوو په خپاره شویو رپوټونو کې دوی ته د نژدې سرچینو له قوله لیکلي چې شاید ډېر به یې د دوستۍ اړېکه په واده بدله شي.
رپوټونه وایي چې دوی ته نژدې سرچینو دا خبره منلې چې ارجن به د ملائکې سره راتلوونکی کال واده وکړي خو په تړاوو نور ډېر زیات جزیات یې نه دي خپاره شوي.
په رپوټونو کې د دوی دواړو د واده خبرو سره سم د دوی د عمر په تړاوو هم خبرې کیږي چې ویل کیږي ملائکه تر ارجن کپور شاوخوا ۱۲ کاله مشره ده.
خو بل لورته په بالیوډ اوس د ودونو په مسئله کې د عمر خبره تر ډېره نه مطرح کیږي، ځکه تر ارجن او ملائکې وړاندې امریکایي سندرغاړی نک جونز د بالیوډ له ستورې پریانکا چوپړا سره کوژدنه وکړه چې د رسنیو د رپوټ له مخې د دواړو د عمر تر منځ ۱۰ کاله توپیر موجود دی.
د یادولو ده چې ملاېکې اروړا او ارجن کپور تر اوسه د خپلې اړېکې په تړاوو په ښکاره څه نه دي ویلي خو زیاتره وختونه دواړه لاس په لاس لیدل شوي او په رسنیو کې دا خبرې هم کېدلې چې د ارباز خان او ملائکې د جدا والي لامل هم ارجن کپور و.
ملائکې اروړا په کال ۱۹۹۸ کې د ادکار، فلم لارښود او پروډیوسر ارباز خان سره په یوه چای دوکان ولیدل او واده یې وکړ خو دوه کاله وړاندې یې په ۲۰۱۶ کال کې له ارباز خان طلاق واخیست خو ویل کیږي دواړه اوس هم ښه ملګري دي.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ