ولسمشرغني ښاروالانو ته؛ که ازموینو کې بریالي شوۍ، پر صلاحیتونو مو بیا کتنه کوو

راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ودم ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د هیواد له ښاروالانو سره، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د تدابیرو، اقداماتو او وړاندیزونو او د ښاروالیو چارو په اړه خبرې وکړې.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه ويډیو کنفرانس کې کندهار ښاروال رفیع الله حیات، د هرات د انجیل ولسوالۍ ښاروالې سوسن بهبودزاده، د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل، د متهرلام ښاروال نظیف الله الکوزي او د میمنې ښاروال احمدجاوید کیوان د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپل تدابیر، اقدامات او وړاندیزونه د هیواد له ولسمشر غني سره شریک کړل.
ولسمشر ته راپور
دوی د عامه پوهاوي، د ښارونو د دواپاشۍ او قرنطین، د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي، د کارموندنې او بې وزله وګړو ته د مرستې رسولو په اړه د خپلو اقداماتو راپور ورکړ او د یو شمېر تشبثاتو د مالیاتي معافیت، ښاروالیو د تشکیل، د ښاروالیو هغو کارکوونکو ته چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له ګواښ سره مخ دي، تدارکاتي چارو او ښاروالیو د صلاحیتونو په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.

حکومت باید د خلکو تر دروازو ورسوو

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، په هره اندازه چې د کوچنیو ښارونو ښاروالۍ پیاوړې کړو، په هماغه اندازه پر لویو ښارونو کې فشار کمېږي او د خدمتونو وړاندې کولو دایره پراخېږي.
امرالله صالح پر بشردوستانه اقتصاد ټینګار وکړ وې ویل، موږ ټول باید په دې حساسو شېبو کې خپل بشردوستانه رول ادا کړو. هغه زیاته کړه:

«زموږ د ټولو هڅه دا ده چې د خدمتونو وړاندې کولو له لارې حکومت د خلکو تر دروازو ورسوو، نه دا چې خلک د حکومت دروازې ته راولو

همدا راز امرالله صالح د هیواد ښاروالانو ته، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت پنځه پړاویزه برنامه توضیح کړه وې ویل، د ستونزې اعتراف، خپرېدل او پراختیا، د فلاکت اوج او د وضعیت عادي کولو پړاوونه دي چې په رڼا کې یې تدابیر او اقدامات ترسره کېږي.

دا ناسته وړم ماښام شوې – ارګ

د هر ښار ځانګړونو معلومول

جمهوررئیس غني د هیواد ښاروالانو څخه په مننې وویل، موږ ستر، متوسط، کوچنې او سرحدي ښارونه لرو چې هر یو یې جلا ځانګړنې لري.
هغه ښاروالانو ته لارښونه وکړه چې دغه ځانګړنې تشخیص او وپېژني او یو ځل بیا دې د حکومت له رهبرۍ سره شریکې کړي.
هغه زیاته کړه:

«په افغانستان کې کوچني ښارونه تر ټولو مهمه دنده لري او په راتلونکي کې همدغه ښارونه د سترو ښارونو د خوراکي او اړتیا وړ توکو بیې ټاکي.»

د مالیه ورکوونکو او متشبثینو واضح طبقه بندي

جمهوررئیس غني د مالیې وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د ۱۳۹۹ کال په بودجه کې دې ښاروالیو ته لازم ترتیبات ونیسي او همدا راز یې د هیواد ښاروالانو ته لارښوونه وکړه چې د مالیه ورکوونکو او متشبثینو واضح طبقه بندي وکړي، ترڅو له مخې یې مالیاتي تخفیف په پام کې ونیول شي.
ولسمشر غني زیاته کړه:

«د ښاروالیو د کارکوونکو امتیازاتو په اړه دې د عامې روغتیا وزارت سره خبرې وشي، ترڅو روښانه شي چې د ښاروالۍ د کومې برخې کارکوونکي پر کروناویروس د ککړېدو له ګواښ سره مخ دي.»

ارګ وايي، د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د کابینې په غونډه کې والیانو سره د ویډیوکنفرانس له لارې ګډون ته اشاره وکړه او ښاروالانو ته یې په خطاب کې وویل، هیله لرم په مخکې پرتو ازموینو کې بریالي شئ، ترڅو د ښاروالیو صلاحیت ته بیا کتنه وشي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ