
راپور: بشر درویش
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د هیواد د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې، پرون له غرمې مخکې د دایکنډي او ارزګان ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
ارګ وايي، په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د دایکنډي او ارزګان ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رئیسانو حضور درلود، لومړی د یادو ولایتونو امنیت رئیسانو او امنیه قوماندانانو، په خپلو ولایتونو کې د اوسني وضعیت، د قوتونو دکمېت، امنیتي ګواښونو، خنډونو او راتلونکو برنامو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
د نیلي ښار د ستونزې ژر حل
جمهوررئیس غني د دایکنډي ولایت امنیه قوماندان او د امنیت رئیس ته لارښوونه وکړه چې له والي سره په همغږۍ د نیلي ښار اوسنۍ ستونزې د ځمکو د غیر عادلانه وېش له نظره حل کړي.
همداراز ولسمشر وویل:
«امنیتي مسوولین دې په اشترلي ولسوالۍ کې له غیر مسوولو کسانو سره جدي چلند وکړي او د کجران ولسوالۍ امنیتي ستونزو ته دې هم جدي پاملرنه وکړي.»
د واضحې طرحې غوښتنه
ښاغلي غني وویل، د دایکنډي ملي امنیت ریاست دې د خلکو د نظریاتو او غږ اورېدو ته په پام، د امنیت د تامین او د هغه ولایت د امنیتي ستونزو د حل په موخه واضح طرحه برابره او د تصمیم نیونې په موخه د ملي امنیت شورا دفتر له لارې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکه کړي.
هغه څرګنده کړه، د ۲۰۵ قول اردو قومانداني دې د دایکنډي ولایت د امنیت موضوع ته د سمدستي پاملرنې ترڅنګ، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د هغه ولایت د ځوانانو د جلب و جذب کچې لوړولو لپاره هم اقدام وکړي.
خیالي پولیسو مخنیوی
جمهوررئیس په دې ویډیو کنفرانس کې د اروزګان امنیه قوماندان او د امنیت رئیس ته لارښوونه وکړه چې د هغه ولایت د پولیسو پرسونل کموالي رفع کولو ته دې جدي پاملرنه وکړي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو دریواړه بنسټونه دې د اروزګان ولایت لویې لارې امنیت تامین اقدام وکړي.
ارګ وايي، په همدې ترتیب جمهوررئیس غني د هیواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په ارزګان کې د خیالي او له «بایومیټریک» پرته پولیسو د فعالیتونو راپور ته په پاملرنې دې، دریواړه امنیتي او دفاعي بنسټونه، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د هغه ولایت د ځوانانو جلب و جذب ته پاملرنه وکړي.
ده وویل:
«یاد ارګانونه دې په ټولو کچو کې د ټولو ولایتونو د منسوبینو په اړه عمومي واقعبینانه ارزونه وکړي او راپور دې د ملي امنیت شورا دفتر له لارې له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.»
ښاغلي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د دایکنډي او اروزګان ولایتونو امنیتي مسوولین دې له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ، په خپلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي پر وړاندې مبارزه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د ارزګان نا امنه وضعیت
ددې ددوو ولایتونو ارزونه پر داسې مهال کیږي چې ارزګان ولایت د افغانستان له سختو نا امنو ولایتونو ګڼل کیږي، وسله وال طالبان په کې فعال دی او تر ډیره ترې د افغان ځواکونو د ډیرې مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکول کیږي.
خلک نیوکه کوي چې خیالي پولیس، د چارواکو خیانت او فساد ټول ددې لامل شوي چې دغلته ترهګر زیات فعالیت وکړي او د نا امنۍ باعث شي.
ویل کیږي که حکومت په جدي توګه هلته ځايي خلک خپل، د کار زمینه ورته برابره او په عین حال کې د سیمه ییزو پولیسو په توګه خپله سیمه کې امنیت ور وسپارل شي، شاید ښې پایلې ولري.